د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د اسلام اباد او ریاض ترمنځ د اختلافاتو ګنګوسې رد کړې


عمران خان د سعودي عرب له ولي عهد محمد بن سلمان سره په اسلام اباد کې د وزیراعظم دفتر پر لوري روان دی - د ۲۰۱۹ز د فبرورۍ ۱۸مه.
عمران خان د سعودي عرب له ولي عهد محمد بن سلمان سره په اسلام اباد کې د وزیراعظم دفتر پر لوري روان دی - د ۲۰۱۹ز د فبرورۍ ۱۸مه.

وزیراعظم عمران خان د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د اختلافاتو ګنګوسې رد کړې دي او ریاض یې یو مهم ملګری بللی دی.

وزیراعظم دا خبره تر هغې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته کړې چې د اګست پر پینځمه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي شخصي ټېلېوېژن 'اې ار وای' ته په مرکه کې وویل چې سعودي عرب دې د کشمير لانجې په اړه د اسلامي هېوادونو سازمان (او ای سي) غونډه وروغواړي، که نه نو پاکستان به مجبور شي چې له سعودي عربه پرته د نورو هېوادونو کنفرانس جوړ کړي.

د پاکستان د اپوزیشن ګوندونو د قریشي پر دې څرګندونه انتقاد کړی وو او ویلي یې ول چې ډېپلوماسي په دې ډول نه کېږي.

سعودي عرب د اختلافاتو پر موضوع رسماً څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې له پاکستان سره اړیکي ستایلي دي.

د قریشي تر څرګندونو څو ورځې وروسته، د اګست پر ۱۷مه د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سعودي عرب ته ولاړ.

د پاکستان او سعودي عرب اړیکو په اړه بحث

د پاکستان او سعودي عرب تعلقات پر کوم لوري روان دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پوځ په بیان کې راغلي چې باجوه له سعودي چارواکو سره لیدلي او زیاتوي چې دا سفر یوازې د پوځي چارو په اړه وو.

په عین وخت کې په پاکستان کې داسې اوازې خپرې شوې چې د کشمیر په اړه د قریشي د بیان له وجې یې له سعودي عرب سره تعلقات د سړېدو په حال کې دي.

وزیراعظم د اګست پر ۱۹مه، له شخصي ټېلېوېژن 'دنیا نیوز' سره په مرکه کې ویلي چې د بهرنیو چارو او اړیکو په اړه ریاض خپله پالیسي لري او "موږ باید داسې سوچ ونکړو چې ګواکې موږ هر څه غواړي نو سعودي عرب به یې هم غواړي."

د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پینځمه هند تر خپل واک لاندې د جمو او کشمیر ځانګړی اییني حیثیت او کورواکي ختم کړل له ځان سره یې یو ځای کړ.

تر هغې پس پاکستان په بیا بیا ویلي چې د کشمیر مسله باید حل شي او نړیواله ټولنه دې پکې منځګړیتوب وکړي.

پاکستان د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر پینځمه د کشمیر د کورواکۍ ختمېدو پر ضد د احتجاج په توګه د استحصال ورځ ولمانځله او د هېواد چارواکو یو ځل بیا د هندي اقدام ضد د هڅو هوډ وښود.

خو هند وايي چې کشمیر یې کورنۍ موضوع ده چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

په ۲۰۱۸ز کال کې چې عمران خان د پاکستان وزیراعظم شو نو د هېواد د مالي ستونزو هواري لپاره یې له سعودي عربه مرسته وغوښته او هغه هېواد ورته د پور ورکولو ژمنه کړې وه.

له دې پرته، عمران خان د خپلې واکمنۍ په موده کې سعودي عرب ته یو شمېر سفرونه کړي او د هغه هېواد ولي عهد محمد بن سلمان هم د ۲۰۱۹ز په فبرورۍ کې اسلام اباد ته ورغلی وو چې پر مهال یې په پاکستان کې د پانګونې موافقې وکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG