د شمالي وزیرستان په میرلي کې وسله والو یو ځايي قبایلي مشر ویشتلی دی.
د پولیسو او انتظاميې چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، د نومبر پېنځمې پر سهار د میرلي حیدرخېلو یو قبایلي مشر ملک نفیس په بازار کې له یوه دوکانه سودا اخیسته چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې او ویې واژه.
د دوی په خبره، وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي دي.
هلته د سیمې مشرانو برید غندلی دی او له حکومته یې د امنیت ټینګښت غوښتنه کړې.
د سیمې د پولیسو او انتظامیې چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي چې د امنیت ټینګولو ته ژمن دي.
په شمالي وزیرستان کې پوځي چارواکي هم وخت په وخت د وسله والو پر ضد د عملیاتو خبر ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ناامنیو او هدفي بریدونو پر ضد د روانې میاشتې پر ۱۵مه په میرامشا کې د احتجاجي جلسې اعلان کړی دی.
د نومبر پېنځمې له حملې سره د یوې میاشت په موده کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر پېنځه ته ورسېد.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.
پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.
په ۲۰۲۰ز کال کې، په شمالي وزیرستان کې ۳۸ او په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول چې پکې لسګونه کسان وژل شوي ول.
په دې حملو کې ځايي مشرانو، سرکاري افسرانو او امنیتي سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده
د فېسبوک تبصرې