د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت په سیند کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي: شیخ رشید


شیخ رشید وايي، د سیند امنیت په موخه پولیسو ته هر ډول وسلې ورکوي - د ارشیف انځور
شیخ رشید وايي، د سیند امنیت په موخه پولیسو ته هر ډول وسلې ورکوي - د ارشیف انځور

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د سیند په شکارپور کې یې د "غلو" پر ضد اقدامات کړي او د صوبې د امنیت ښه کولو هڅې کوي.

شیخ رشید د مې پر ۲۷مه په کراچۍ کې د سیند له اعلا وزیر، ګورنر، د رېنجرز ځواک او د پولیسو له مشرانو سره تر جلا جلا ملاقاتونو وروسته خبري غونډې ته وویل، د وزیراعظم په وینا کراچۍ ته ورغلی او "وفاقي حکومت په صوبه کې د رېنجرز ځواک سرتېرو ځای پر ځای کولو ته تیار دی."

د سیند د صوبايي حکومت ویاند مرتضا وهاب هم د مې پر ۲۷مه شپې مهال وویل، ژر به د وفاقي حکومت په مرسته په شکارپور کې امنیت ټینګ کړي. "موږ پرېکړه کړې چې په شکارپور کې د غلو پر ضد به د سختو عملياتو ترڅنګ پر هغوی د ترهګرۍ مقدمې هم دایروو او د امن لپاره به له وفاقي حکومت سره په ګډه کار کوو."

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید زیاتوي، د سیند پولیسو ته "هر ډول وسلې" ورکوي او دا تاثر ناسم دی چې ګواکې وفاقي حکومت په صوبه کې د "ګورنر راج یا واکمنۍ په لټه" کې دی.

چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې وسله والو د مې پر ۱۹مه په شکارپور کې د دوو وزیرستانیو ټرانسپورټرانو په ګډون ۱۲ کسان وتښتول.

پولیس وايي، د مې له ۲۱مې راهیسې یې په سیمه کې په عملیاتو او نښتو کې اته مشکوک وسله وال وژلي او ۱۱ یې نیولي دي.

د لاړکانې د پولیسو مشر ناصر افتاب پرون وویل، په نښتو کې درې پولیسان هم وژل شوي. دی زیاتوي، شپږ تښتول شوي کسان یې له وسله والو غلو خلاص کړي.

د مې پر ۲۴مه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په یو قرارداد کې د سیند او له وفاقي حکومتونو غوښتنه وکړه چې په صوبه کې امنیت ټینګ کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG