د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي په کابل کې پر سفارت د "داعش د برید دعوې" جاج اخلي


د ډېسېمبر پر دویمه وسلوالو په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې - پخوانی انځور.
د ډېسېمبر پر دویمه وسلوالو په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغو رپورټونو جاج اخلي چې پکې ویل شوي دي چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې یې په کابل کې پر سفارت د حملې ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر دویمه د طالبانو حکومت وویل چې د پاکستان پر سفارت او پر ناظم الامور (شارژدافېیر) د برید پلټنې کوي او عاملین به یې "ژر ونیسي."

رویټرز اژانس وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ډېسېمبر پر څلورمه نیمه شپه پر پیغام استونکي اپلیکېشن ټېلېګرام په بیان کې دعوه وکړه چې دوو وسلوالو یې هغه مهال د پاکستان پر سفارت برید وکړ چې ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني د ودانۍ په انګړ (غولي) کې موجود وو.

نظاماني له هغه بریده روغ وتلی وو خو ساتونکی یې سخت ژوبل شوی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر څلورمه په بیان کې ویلي دي چې "په خپلواکه توګه او له افغان چارواکو سره په مشوره" د داعش ډلې د مسوولیت اخیستو رپورټونو جاج اخلي او د "کره والي" پته یې لګوي.

په بیان کې راغلي دي چې "دا ترهګر برید" د دې ښکارندوي کوي چې "ترهګري د افغانستان او سیمې سولې او ثبات ګواښي."

د وزارت بیان زیاتوي چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی.

د ډېسېمبر پر دویمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په ټېلېفوني خبرو کې غوښتنه کړې وه چې هغوی دې په افغانستان کې د پاکستانیو ډېپلوماټانو امنیت وساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر هغه ورځ په بیان کې ویلي ول چې بلاول بوټو زرداري له امیر خان متقي وغوښتل چې "د هغو ترهګرو مخه ونیسي چې د افغانستان او پاکستان اړیکي خرابول غواړي." د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به خپلو ډیپلوماټیکو چارو ته دوام ورکوي.

تر دې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر په بیان کې وویل چې متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د "سفارت امنیت ته به یې ځانګړی پام" کوي او د پېښې عاملین پیدا کوي او د قانون منګولو ته یې سپاري.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر یوه ډېپلوماټيکه استازولي حمله کېږي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر پینځمه د روسیې پر سفارت په ځانمرګي برید کې د ډېپلوماټیکې څانګې دوه کارکوونکي او څلور افغانان وژل شوي ول. خو د روسیې پر سفارت د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

XS
SM
MD
LG