د پاکستان پیپلز ګوند سیاستوالانو او غړو د احتساب د قامي ادارې (نیب) له لوري د خپل یوه مخکښ مشر د قید پرضد مظاهره کړې.
دوی د سېپټېمبر پر اوومه مازیګر مهال د ګوند د یوه مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي خورشید شاه د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
نیب په ۲۰۱۹ز کال کې د درغلیو په تور خورشید شاه ګرفتار کړ خو تر اوسه یې پرضد مقدمه نه ده پیل شوې. شاه پر ځان لګېدلی تور ناسم بولي.
د پاکستان پیپلز ګوند د خیبر پښتونخوا مشر نجم الدین خان د مظاهرې پر مهال غوښتنه وکړه چې عدالت دې په ضمانت د خورشید شاه د خوشې کولو غوښتنلیک منظور کړي.
ده وویل، که د احتساب اداره د نوموړي پرضد د درغلیو ثبوت لري، نو مقدمه دې ورباندې جوړه کړي.
نیب د ۲۰۱۹ز کال په سېپېټمبر کې د شاه تر نیولو وروسته په بیان کې ویلي ول چې پر نوموړي له خپلې امدنۍ یا ګټې څخه د زیاتو شتمنیو لرلو تور دی.
تر پیپلز ګوند مخکې هم په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن یوشمېر ګوندونو غوښتنه کړې چې د احتساب ادارې په قانون کې د بدلون اړتیا ده.
د هغې ادارې په قانون کې د بدلون او د درغلیو د تورونو تر ثابتېدو مخکې د حکومتي چارواکو او د سیاستوالانو د ځورونو د مخنیوي لپاره په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف او اپوزیشن ګوندونو په غړو مشتمله یوه کمېټي هم شته.
په پېښور کې د احتجاج پرمهال د پیپلز ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې د څانګې د اطلاعاتو سېکرټر امجد خان اپرېدي مشال راډيو ته وویل، نیب د حکومتي چارواکو ضد اقدام نه کوي او یوازې د اپوزیشن سیاستوالان ځوروي.
خو نیب په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، بې له توپیره یې اقدامات کړي دي او د حکومتي چارواکو په ګډون یې د یوشمېر نورو سیاستوالانو پر ضد قضیې پرانیستې دي.
حکومت د پیپلز ګوند د سیاستوالانو د احتجاج په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی چې نیب په خپلو چارو کې خپلواکه اداره ده او حکومت یې په کارونو کې مداخله نه کوي.
د فېسبوک تبصرې