د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ یو عدالت د نقیب مسید وژنې په قضیه کې د ګواه بیان ثبت کړی


د نقیب الله مسید (ښي لوري ته) د وژنې تور د پولیس پر یوه مشر راو انوار پورې کېږي - انځور له ارشیفه
د نقیب الله مسید (ښي لوري ته) د وژنې تور د پولیس پر یوه مشر راو انوار پورې کېږي - انځور له ارشیفه

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت شاوخوا درې کاله وړاندې د وزيرستاني وګړي نقيب الله مسید د وژنې د مقدمې په اورېدنه کې د يو بل ګواه بيان ثبت کړی دی.

د ډېسېمبر پر ۱۴مه د مقدمې پخواني تحقيقاتي افسر او د پوليسو ايس ايس پي ډاکټر رضوان عدالت ته په خپل بيان کې تایید کړه چې د نقيب الله مسید پر وژنه تورن پوليس افسر راو انوار د هغه د وژنې پر وخت د پېښې په ځای کې موجود وو.

ده وویل، د پوليسو سرتېري او افسران شکیل فېروز، اظهر او امان الله مروت تر وژنې یوه ورځ مخکې د پولیسو په موټر کې د پېښې ځای ته ورغلي ول او دا چې تورن کسان د نورو عیني شاهدانو د بیانونو په رڼا کې په پېښه کې ښکېل دي.

راو انوار په بیا بیا پر ځان پورې شوی تور رد کړی.

د مسید وکيل صلاح الدين پنور تر اورېدنې وروسته مشال راډيو ته وويل، " د جيو فېنسينګ او سي ډي ار له رېکارډ سره سم، راو انوار د پېښې په شپه له ۲:۴۱ بجو څخه تر ۵:۱۸ بجو پورې د جعلي پوليس مقابلې په ځای کې موجود وو. د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر څلورمه، پينځمه، اتمه او نهمه راو انوار د سبزي منډۍ تاڼې ته هم ورغلی وو، ځکه چې نقيب الله مسید، حضرت علي او قاسم تر تښتولو وروسته هلته ساتل شوي ول."

پولیس د جرمونو په اړه د پلټنو لپاره له جیو فېنسېګ څخه کار اخلي. دا د پتو او ځایونو د تعیین نړیوال نظام (ګلوبل پوزیشنېنګ سېسټم یا جي پي اېس) او نورو ټېکنالوژیو په مرسته په بېلا بېلو ځایونو کې د معنوي یا غیر واقعي احاطو او پولو کښلو ته ویل کېږي. کله چې د یوې سیمې جیو فېنسېنګ وشي یعنې شاوخوا ته یې د ټېکنالوژۍ په مرسته یو غیر واقعي احاطه جوړه شي نو بیا هغه له یوه کمپیوټري سافټوېیر سره تړل کېږي او هغې ساحې ته چې څوک داخلېږي یا ورڅخه ووځي، نو سافټوېیر خبرتیا ورکوي. د ځمکې په مدار کې سپوږمکۍ د نړۍ بېلا بېل ځایونه او پتې مشخصوي.

د کراچۍ عدالت د ډاکټر رضوان تر بیان ثبتولو وروسته د مقدمې بله اورېدنه د جنورۍ تر درېيمې وځنډوله او زياته يې کړه چې پر هغه ورځ به د ملزمانو وکيل د نوموړي پر بیان بحث کوي.

پولیس، د مسید کورنۍ او وکیل وايي، پوليسو هغه د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ مياشت کې تر نيولو وروسته له دوو نورو کسانو سره يو ځای وژلی وو.

هغه وخت د ملير پوليسو پخواني مشر راو انوار ادعا کړې وه چې له پوليسو سره يې په نښته کې درې وسله وال طالبان وژلي دي، خو وروسته د سيند پوليسو يوې پلټنيزې ډلې هغه نښته جعلي بللې وه.

د نقيب الله مسید د وژنې په مقدمه کې تورن راو انوار او درې نور پوليس افسران په ضمانت خوشې دي، خو ځينې نور تورن پولیسان په زندان کې دي او ځينې پخواني پوليس افسران بيا له شاوخوا درو کلونو راهيسې مفرور دي.

راو انوار پروسږکال په ډېسېمبر کې سيند های کورټ ته خواست کړی وو چې په دې قضیه کې دې ورته عدالت له حاضرېدو استثنا ورکړي. خو سيند های کورټ د راو انوار غوښتنه رد کړې وه او ويلي یې ول چې په دې قضيه کې راو انوار مرکزي تورن کس دی، که عدالت استثنا ورکړي نو دا به له نورو تورنو سره د توپیري چلند معنا ولري.

پروسږکال د ډېسېمبر پر ۱۰مه برتانیا د سيند صوبې پر پخواني پوليس افسر راو انوار د بشري حقونو د سرغړونې تورونه پوري کړل او پر هغه یې د غېر قانوني وژنو او د حقونو د سرغړونو پر سر بندیزونه هم لګولي ول. له بندیزونو سره سم، انوار نه شي کولای چې برتانیا ته ولاړ شي او هلته به یې شتمنې منجمد یا کنګل وي.

برتانیا تور پورې کړی وو چې انوار تر ۱۹۰ څخه په زياتو "نښتو" کې ککړ پاتې شوی چې پکې د پښتون ځوان نقيب مسيد په ګډون تر ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

خو انوار په تېرو وختونو کې په خپلو بېلا بېلو بیانونو کې پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کړی دی.

XS
SM
MD
LG