د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې چاودنې ۱ کس وژلی، ۱۳ ژوبل


پولیس او د مرستندویه چارو
پولیس او د مرستندویه چارو

پولیس وايي، د کراچۍ ښار په صدر سیمه کې شپې مهال په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۳ ژوبل دي.

د ښار د جنوبي برخې د پولیسو مشر شرجیل کرل د مې پر ۱۲مه تر پېښې وروسته رسنیو ته وویل، چوونکي مواد په موټرسایکل کې ایښي ول.

اخوا د کراچۍ منتظم مرتضا وهاب رسنیو ته وویل، وژلي او ژوبل ټول ولسي وګړي ول. د ده په خبره، د ژوبلو کسانو درملنه په جناح روغتون کې روانه ده.

د چاودنې له وجې شاوخوا ولاړ ګاډي زیانمن شوي دي.

تر چاودنې لږ ساعت مخکې له هغه ځایه د ساحلي ساتونکو (کوسټ ګارډ) ګاډی تېر شوی وو خو هغه ځواک وايي، ګاډي او سرتېرو ته یې زیان نه دی اوښتی. همداراز د پېښې له ځای سره نېږدې د پولیسو او امنیتي ادارو دفترونه هم دي.

په صدر بازار کې د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

د پولیسو چارواکي شرجیل کرل زیاته کړه چې د پېښې له ځایه یې شواهد ورغونډ کړي او پلټنې کوي.

کراچۍ کې د وژل شویو چینایانو وروستي مراسم وشول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

چاودنه تر هغې څه د پاسه دوه اوونۍ وروسته شوې چې په کراچۍ پوهنتون کې په یوه ځانمرګي برید کې د درې چینایانو په ګډون څلور کسان وژل شوي ول.

د اپرېل پر ۲۶مه په برید کې وژل شوي کسان د چین د کنفیوشس انسټيټیوټ د چینايۍ ژبې ښوونکي ول او پاکستانی وګړی یې ډرېور وو.

د هغې حملې ذمه واري بېلونپالې بلوڅ لېبرېشن ارمي ډلې منلې وه.

بیجنګ تر هغې پېښې وروسته پر اسلام اباد ټینګار وکړ چې د چینايي وګړو امنیت دې باوري کړي او په پوهنتون کې دې په حمله کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري او ورته دې سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG