د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې بنګالیانو د شناختي کارډونو نه جوړېدو ضد مظاهره کړې


کراچۍ کې بنګالیانو د شناختي کارډونو نه جوړېدو ضد مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

په کراچۍ کې مېشت بنګالیان وايي، له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسي خو د هغه هېواد تابعیت یا شهریت نه ورکول کېږي. د همدې له وجې، د اکتوبر پر ۳۱مه د ښځو په ګډون لسګونه بنګالیانو د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه. د بنګالیانو اېکشن کمېټۍ په وینا، حکومت بنګالیانو ته شناختي کارډ نه ورکوي او د هغو کسانو شناختي کارډونه یې هم تړلي دي چې په تېرو وختونو کې یې جوړ کړي ول. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي، د بنګالیانو د شهریت موضوع به په کابینه کې فیصله شي. نوموړی زیاتوي، په ناقانونه ډول جوړ شناختي کارډونه یې بلاک کړي دي. اېکشن کمېټي وايي، په ټول پاکستان کې ۳۵ لکه بنګالیان اوسي چې د زیاترو کورنۍ په ۱۹۷۱ز کال کې د بنګلادېش د جوړېدو پر وخت پاکستان ته ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG