د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ماشومانو تحفظ او خیرښېګړنې ترمیمي مسوده منظوره کړه


په تېرو کلونو کې په پاکستان کې پر ماشومانو تېري ضد یوشمېر مظاهرې وشوې - پخوانی انځور.
په تېرو کلونو کې په پاکستان کې پر ماشومانو تېري ضد یوشمېر مظاهرې وشوې - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ماشومانو د ساتنې او خیرښېګړي د قانون هغه ترمیمي مسوده منظوره کړې چې پکې پر ماشومانو د تېري یا د هغوی په ځورونو کې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو وړاندیز شوی دی.

دا مسوده د قانوني چارو صوبايي وزیر فضل شکور وړاندې کړې وه. نوموړي د مې ۳۱مې پر مازیګر د صوبايي اسمبلۍ تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، په مسوده کې د ماشومانو په جنسي ځورونو کې د ککړو کسانو لپاره د مرګ د سزا یا د ټول عمر قید د سزا ترڅنګ له ۵۰ څخه تر ۷۰ لکه روپیو پورې د جرمانې وړاندیز شوی دی.

ده وویل، په مسوده کې پر ماشومانو په جنسي تېري کې ککړو کسانو ته په عام محضر کې د پانسۍ یا اعدام د سزا وړاندیز نه دی شامل.

د اسمبلۍ یوې غړې عایشې بانو چې د ترمیمي مسودې په جوړولو کې یې ونډه اخیستې مشال راډیو ته وویل، په قانون کې یې پر ماشومانو په تېري او ځورونو کې د ککړو کسانو د معلوماتو خوندي ساتلو وړاندیز کړی دی او همداراز یې پکې ویلي دي چې پر چا چې پر ماشوم د تېري یا جنسي ځورونې تور ثابت شي، باید ورته دنده یا ملازمت ور نه کړل شي.

د دې ترمیمي قانون د جوړولو په کمېټۍ کې د حزب اختلاف غړي احمد کونډي مشال رېډیو ته وویل، په مسوده کې دا نکته هم شامله ده چې عدالتونه به د ماشومانو پرضد د جرمونو قضیې په یوه میاشت کې دننه فیصله کوي.

په ترمیمي مسوده کې د ماشومانو قاچاقوونکو ته د عمر قید او د ماشومانو د غیر اخلاقي ویډیوګانو جوړوونکو لپاره هم د بند او جرمانې سزاګانې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې پر ماشومانو د جنسي تېري او د هغوی ځورونو د پېښو زیاتېدو خبرونه خپاره شوي دي.

د اپرېل پر ۱۹مه د سوات پولیسو مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې یې پر یوې شپږ کلنې ماشومې د تېري په تور یو ۱۶ کلن هلک نیولی دی.

د ماشومانو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې ګروپ ډېوېلپمنټ پاکستان وايي، په ۲۰۲۰ز کال په خیبر پښتونخوا کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۳۲۳ او ۲۰۱۹ز کال کې ۱۸۵ پېښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG