په شمالي وزیرستان کې له تېرو مياشتو راهیسې روانو هدفي وژنو ځايي خلک د سیمې د امنيت په اړه فکرمند کړي دي.
د زیاتره پېښو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره د هدفی وژنو لړۍ دوام لري.
یوازې د جون له نیمايي راهیسې کې په هغه قبایلي ضلع کې وسله والو په څلورو هدفي بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. د جون پر ۲۸مه د پولیو واکسیني کیمپېن پر مهال یو روغتیايي کارکوونکی او دوه پولیسان په برید کې ووژل شول. په حمله کې یو ماشوم هم ژوبل شو. تر دې دوه ورځې مخکې، د هغې ضلعې په نورک سیمه کې په وسله وال برید کې دوه ځايي کسان ووژل شول.
د جون پر ۲۳مه په درپه خېلو کې د پاکستان پوځ د هغه سرتېري مړی وموندل شو چې یوه ورځ مخکې تښتول شوی وو او د جون پر ۱۹مه وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل. په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله د جولای تر درېیمې پورې ټول ۲۶ هدفي بریدونه شوي ول.
په همدې حال کې د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې له لوري د جون پر ۲۹مه په میرامشا بازار کې یو پمفلېټ هم غورځول شوی چې پکې د حکومت له احساس پروګرامه مرسته اخیستونکو ښځو او سړیو ته ګواښ شوی دی چې له دې کار دې لاس واخلي. حکومت د احساس پروګرام له لارې غريبو کورنیو ته نغدې پیسې ورکوي.
ځینو ځايي کسانو، چې امنیت ته د خطر په سبب یې نه غوښتل خپل نومونه څرګند کړي، له مشال راډیو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د شمالي وزیرستان یوه اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل، له یوې خوا حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات کوي، خو بل لوري ته هدفي بریدونه روان دي. ده وویل، "په دې وجه د وزیرستان ځوانان ډېر زیات پرېشانه دي" او دا فکر کوي چې تر نوې جګړې پیلېدو "مخکې به خپل وطن" پرېږدي او بل ځای به ولاړ شي.
اوسمهال د تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد ترمینځ د سولې خبرې روانې دي او دواړو خواوو د جون پر لومړۍ نېټه تر نامعلومې مودې پورې اوربند اعلان کړ.
د هغې قبایلي ضلعې یو بل اوسېدونکي وویل چې مسلسلو هدفي بریدونو اندېښمن کړی دی او نه غواړي چې هلته "هغسې حالات بیا راشي" چې پخوا تېر شوي ول.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نامه د وسله والو پرضد عملیات کړي ول چې په نتيجه کې یې تر یو مېلیون زیات خلک بې کوره شوي ول.
حکومت شاوخوا دوه کاله وروسته اعلان وکړ چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې او پر کډه شويو کورنيو یې غږ وکړ چې خپلو کلیو ته ستانه شي.
پخوانی سېنېټر او شنونکی افراسیاب خټک د وزیرستان امنیت ته په کتو اندېښنه څرګندوي چې امکان لري ځايي خلک يو وار بيا خپلې مېنې او سيمې پرېښودو ته مجبور شي.
ده مشال راډیو ته وویل، "په وزیرستان کې د زرګونو پوځیانو په موجودګۍ کې د دهشتګردو له خوا د بې ګناه خلکو وژل او سکولونو او بازارونو ته دړکې ورکول ډېره د تشویش خبره ده."
خټک وویل، پخوا هم په هغه سیمه کې "د دهشتګردو راج وو" چې د هغې ضلعې خلک یې "ځورولي ول، او بیا د اپرېشن پر وخت هم خلکو ډېر مشکلات لیدلي ول."
نوموړی زیاتوي چې د ولس ساتنه د "حکومت او ریاست ذمه واري" ده او حکومت دې حالات د پخوا په څېر خرابېدو ته نه پرېږدي.
دا چې د وزیرستان حالات څه رنګ د سمون پر لوري تللی شي، په اړه یې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو تجزيه کار او د پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذير وايي دا پوښتنه د امنیتي ادارو د ستراتيژۍ تر څنګ د نړۍ له سياسی او امنيتي تګلارو سره هم تړلې ده.
دی وايي، تر هغو چې د نړۍ حالات نه وي سم شوي، په پاکستان کې ترهګري په بشپړه توګه نه شي ختمېدای.
نذیر البته وايي، اوس حکومت ته په کار ده چې د هدفي بریدونو مخنیوي لپاره امنیتي ادارې "لا فعالې" کړي او د استخباراتي معلوماتو پر اساس زیات عملیات وکړي.
بل خوا د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر فرحان خان د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې په قبایلي ضلعو کې د "پوليسو وړتيا" د ښاري سيمو هغو پرتله کمه ده چې ورو، ورو یې زیاتوي.
نوموړي زياته کړه چې د پوليسو ترڅنګ اوس سپېشل برانچ هم هلته کار پیل کړی او د امنيت ښه ساتلو لپاره له پوځ او پوليسو سره په ګډه کار کوي.
يو بل لوړپوړي امنيتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې امنيتي ادارو په تیره یوه اوونۍ کې د وسله پرضد يوشمېر عمليات کړي چې پکې یې د ده په وینا، ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.
شمالي وزيرستان د افغانستان له خوست او پکتيکا ولایتونو سره پر پوله پروت دی چې په تېرو شاوخوا دوو لسيزو کې د يوشمېر کورنیو او بهرنيو وسله والو ډلو مرکز وګرځېد. په دغه موده کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله پرضد یوشمېر عملیات کړي چې د پوځي او حکومتي چارواکو په وينا، وسله والو ته پکې زيانونه اوښتي خو ځايي خلک او شنونکي وايي هلته د وسله والو بیا سر راپورته کول او د ځايي خلکو ځان او مال ته خطر پېښول د سرکار د دعوو په اړه پوښتنې راپورته کوي.