د خیبر پښتونخوا د مردان په کاټلنګ کې د عملیاتو پر مهال د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
د سیمې خلکو د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، دا کسان چې پکې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، یوه ورځ وړاندې د مارچ پر ۲۸مه ناوخته د بابوزو په غرونو کې د وسلوالو پر ضد د حکومتي عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د سېمې د خلکو په وینا په نښه شوې کورنۍ د سوات سره تعلق لري خو د بابوزو په غرییزه سیمه کې په خېمه کې اوسېده. د خلکو په وینا امنیتي کسانو دوی په ډرون برید کې وژلي دي.
راپورونه وايي، د کاټلنګ خلکو تر څه وخته پورې د وژلو شویو کسانو جسدونه سوات ته په ورغلې های وی اېښودلي وو او لویه لاره یې تړلې وه خو وروسته جسدونه د طبي پلټنو (پوسټ مارټم) لپاره د کاټلنګ روغتون ته ولېږدول شول.
د مردان د پولیسو ویاند فهیم خان د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د پېښې په تړاو د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به څه وویلی شي.
خو د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند بېرسټر محمد سېف د مارچ پر ۲۹مه په خپور کړي یو بیان کې ویلي، د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پر مهال ولسي کسان چې پکې مېرمنې او ماشومان هم دي، وژل شوې دي چې هغوی ورباندې خپه دي. نوموړی وايي، ولسي کسان په سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ له وجې په نښه شول.
بېرسټر محمد سېف دا ونه ویل چې په دې پېښه کې څومره کسان ژوبل شوي دي خو دا یې وویل چې د ژوبلو کسانو فوري درملنه شروع شوې ده. د نوموړي په وینا د ژوبلو او وژلو شویو کسانو خپلوانو ته به حکومت معاوضه ورکوي.
بیرسڼر سیف وايي، د عملیاتو پر مهال مطلوب ترهګر چې د ترهګرۍ د ډېرو پېښو تر شا یې لاس درلودلو، هم له منځه وړل شوي دي. هغه د وژلو شویو وسلوالو شمېر ونه ښود.