د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د طالبانو له حکومت سره د اړیکو خرابول د "ترهګرۍ" زیاتېدو باعث کېږي


عمران خان په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
عمران خان په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې که په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره اړیکې خرابې شي نو په سیمه به "ترهګري" لا زیاته شي.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ په اړه د خپل ګوند یوې غونډې ته په ویډیويي وینا کې په افغانستان د طالبانو د حکومت پرضد د پاکستانیو چارواکو وروستۍ څرګندونې "غیر ذمه وارانه" وبللې او له کابل سره یې د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ.

ده وویل چې د پاکستان اېتلافي حکومت چارواکي په "افغانستان کې د بریدونو ګواښونه" کوي چې ورسره پاکستان په یوه "نه ختمېدونکي جنګ اخته" کېدای شي.

د پاکستان وفاقي حکومت د خان د تازه څرګندونو په ځواب کې لا څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر په پای کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ضد د اقداماتو په نه کولو تورن کړ.

نوموړي له شخصي اېکسپرېس نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې ګواښ وکړ چې که طالبان د ټي ټي پي پرضد ګامونه نه اخلي نو کېدای شي چې پاکستان یې په افغانستان کې پر پټنځایونو بریدونه وکړي.

اخوا د طالبانو حکومت رانا ثنا الله څرګندونې پاروونکې وبللې او و یې ویل چې مسلې باید د تفاهم له لارې هوارې شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر خبرو یوه ورځ وروسته، د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې "د شواهدو له مخې د تحريک طالبان پاکستان مرکزونه په پاکستان کې دننه دي."

په بیان کې راغلي "د پاکستانیو چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي."

پخواني وزیراعظم عمران خان د اسلام اباد غونډې ته په وینا کې زیاته کړه چې د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو میاشتو کې د ده په واکمنۍ کې له ناقانونه ډلې ټي ټي پي سره د مذاکراتو کولو پرېکړه "ټولو برخوالو" په شریکه کړې وه.

د پاکستان په اوسني وفاقي حکومت کې شاملو یوشمېر ګوندونو او د مدني ټولنې سازمانونو هغه مهال پر خان له ټي ټي پي سره د خبرو پر پیلولو انتقاد کړی وو.

تېر کال چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات خراب شول نو هغه مهال هم سیاستوالانو پر عمران خان نیوکې وکړې چې هغه له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په کولو هغې ناقانونه وسلوالې ډلې ته د بیا منظمېدو او بریدونو موقع برابره کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب د هغو خبرو په نتیجه کې اسلام اباد او ټي ټي پي د باور جوړونې په موخه په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر نهمه یو میاشتنی اوربند وکړ. تر دې وروسته دواړو خواوو د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې بیا اوربند وکړ چې بیا یې د جون پر لومړۍ نېټه تر نامعلومې مودې وغځاوه.

البته د دواړو خواوو ترمینځ پر اوربند سربېره په تېر اوړي کې په خیبر پښتونخوا کې بریدونه زیات شول. په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان پرته یوشمېر نورې وسلوالې ډلې هم فعاله دي.

ټي ټي پي د نومبر په پای کې حکومت د اوربند په سرغړونه تورن کړ او بیا یې د حملو پیلولو اعلان وکړ.

د اوربند له ختمېدو راهیسې، په پاکستان کې پر پولیسو او پوځیانو بریدونه زیات شوي دي او پولیسو او امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې له اوړي راهیسې د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد پراخ پاڅونونه،لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې په پاکستان کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي چې پکې یې سلګونه پوځیانو، پولیسانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د حکومت ملاتړیو امن کمېټیو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.

اخوا د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جنورۍ پر شپږمه په اسلام اباد کې د هېواد د امنيت په اړه په يوه غونډه کې له صوبايي حکومتونو څخه د ترهګرۍ مسلې د حل په برخه کې د همکارۍ زیاتولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان وفاقي حکومت د ډېسېمبر په پای کې ویلي ول چې د وسلوالو ضد "کوټلي اقدامات" کوي.

XS
SM
MD
LG