د لاسرسي ځای

تازه خبر

مانسهره کې یو شمېر کسانو د منظور پښتین او ملګرو پر ګاډي کاڼي ورولي


پښتین وايي، یو شمېر کسانو یې پر ګاډي کاڼي وورول - د ارشیف انځور.
پښتین وايي، یو شمېر کسانو یې پر ګاډي کاڼي وورول - د ارشیف انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین وايي، د خیبر پښتونخوا له مانسهرې سره نېږدې یې پر ګاډي د کاڼو برید شوی او یو شمېر کسانو ورته پر سړک خنډونه درولي ول، خو د سیمې پولیس دا تور ردوي.

پښتین د مارچ پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې دی د خالي پر ورځ د غورځنګ له یو شمېر غړو او مشرانو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له سیاستوال او پخواني سېنېټر عثمان کاکړ سره یو ځای په بټګرام کې غونډې ته تللي ول.

زموږ پر ګاډي تيږې وورول شوې او شیشې یې ورله ماتې کړي. بيا وروسته یې هوايي ډزې هم وکړي
منظور پښتين

پښتین وايي، شاوخوا نیمه شپه چې له بټګرامه ستنېده نو د مانسهرې له ټول پلازې سره نېږدې ځینو کسانو پر سړک خنډونه ودرول او بیا یې دوی ته "ښکنځلې" وکړې، پر ګاډي او د غورځنګ پر غړو یې کاڼي وورول چې پکې د ده ځینې ملګري برسېرن ټپیان شول او د ګاډي ښیښه یې ماته شوه.

د نوموړي په وینا، هغو کسانو یې "ګاډی له اوله په نښه کړی وو چې څنګه ګاډی ورورسېد، هغوی ودراوه او لار یې بنده کړه."

د پښتین په خبره، کله چې د ده دوو ملګرو د خنډونو لیرې کولو هڅه کوله نو هغو خلکو یې پر ملګرو "تشدد شروع" کړ. دی زیاتوي: "پر موږ یې ټماټر راغورځول او تیږې یې راغورځولې. له هغې زموږ د ګاډي ښیښه ماته شوه. بیا موږ په مشکله لار جوړه کړه، چې کوم وخت موږ روان شو نو هغوی هوايي [ډزې] وکړې."

منظور پښتین دعوه وکړه چې هغه خلک د ټول پلازې او ورسره د پوځ د نیشنل لاجېسټېک سېل (اېن اېل سي) کارکوونکي ول. د ده په خبره، هغه کسان "په ساده جامو کې ول ځکه چې د ټول پلازه کې هېڅوک نه وو موجود او دلته د اېن اېل سي والا کار کوي."

د پولیسو دریځ

خو د مانسهرې د پولیسو مشر اصف بهادر دا تور ناسم بولي او وايي، هغه کسان "د ټول پلازې او اېن اېل سي کارکوونکي نه ول."

نوموړي د مارچ ۱۴مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په مانسهره کې د "تحریک انقلاب" په نوم یوه ډله ده چې پر "سړک یې احتجاج کاوه." بهادر ادعا وکړه چې ده د پېښې ویډیوګانې لیدلې دي چې پکې ښکاري چې احتجاج کوونکو او د پي ټي اېم کسانو د یو بل پر ضد نعرې وهلې.

پر لاره یوې بلې ډلې احتجاج کاوه. د پي ټي ايم غړو او دوی د یو بل پر ضد نعرې وهلې دي
اصف بهادر

د ده په خبره، کله چې د غورځنګ غړو "خنډونه لیرې کړل او روان شول نو د هغوی له ګاډي یو کس کوز شو، ډزې یې وکړې او ځینې کسان یې د ټوپک په کونداغونو ووهل. دا هر څه په ویډیو کې ښکاري."

اصف بهادر وویل، منظور پښتین په دې اخ و ډب کې نه دی ککړ او زیاته یې کړه چې تر اوسه یې د هېڅ لوري پر وړاندې کارروايي نه ده کړې.

د پولیسو مشر البته دا و نه ویل چې د تحریک انقلاب غړو ولې او په څه د شپې مهال احتجاج کاوه.

خو پښتین وايي، دا لومړی ځل نه دی چې پر ده او ملګرو یې برید کېږي او یا یې مخه نیول کېږي.

د مارچ پر اوومه نېټه نوموړی د غورځنګ له مخکښانو او پلویانو سره په مومندو کې د ورکو کسانو یوه پرلت ته روان وو چې په یکه غونډ کې یې انتظامي چارواکو مخه ونیوله او ضلعې ته یې له داخلېدو وګرځاوه. انتظامیه وايي، په مومندو کې یې د قانون ۱۴۴مه دفعه نافذ کړې وه چې ورسره سم، په ولسي غونډو بندیز وو.

تر دې مخکې د مارچ پر لومړۍ نېټه، انتظامیې او امنیتي سرتېرو منظور پښتین د بلوچستان په چمن کې د عوامي نیشنل ګوند د یوه سیاستوال اسد خان اڅکزي تر فاتحې وروسته له صوبې وایست. انتظامیه وايي، د عامه نظم ګډوډۍ مخنیوي په موخه یې د غورځنګ پر مشر صوبې ته پر ورتګ بندیز لګولی دی.

دا هم واورئ: د منظور پښتين کار او ژوند

پلار به مې ټولې پيسې د کتابونو په اخیستو ورکولې: پښتين
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG