د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار کې پر ماشومې د تېري او وژنې په تور یو کس نیول شوی


پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د تېري د پېښو ضد مظاهرې شوې دي - د ۲۰۱۸ز د جنورۍ ۱۲مې انځور.
پاکستان کې په تېرو کلونو کې پر ماشومانو د تېري د پېښو ضد مظاهرې شوې دي - د ۲۰۱۸ز د جنورۍ ۱۲مې انځور.

د نوښار پوليس وايي، پر یوې پينځه کلنې ماشومې د جنسي تېري او وروسته یې د وژنې په تور یو کس نیولی دی.

د نوښار د پولیسو مشر نجم الحسنېن د اګست پر ۱۷مه خبري غونډې ته وویل چې هغه کس سید ولي نومېږي چې د جانان په نامه مشهور دی او د باجوړ دی.

نجم الحسنېن وویل چې دا کس د وژل شوې ماشومې ګاونډی دی او خپل جرم یې منلی دی.

خو نوموړی به تر لومړنیو پلټنو وروسته عدالت ته وړاندې کېږي او که هلته یې جرم ومانه نو بیا به یې مقدمه پرمخ ځي که نه نو پولیس به ورڅخه نورې پلټنې کوي.

په رسالپور تاڼه کې محرر محمد ولي د اګست پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل، د ماشومې پلار عمران خان پولیسو ته په رپورټ کې لیکلي چې لور یې د اګست پر ۱۵مه ماسپښین د لوبو لپاره له کوره بهر وتلې وه او وروسته ورکه شوه.

د نوموړي په خبره، د ماشومې مړی د چرګانو په یو فارم کې په بورۍ (ګونۍ یا بوجۍ) کې موندل شوی دی.

ده وویل، "عمران خان په خپل رپورټ کې ویلي چې د اګست پر ۱۵مه شاوخوا درې بجې یې لور د لوبو لپاره بهر ووته خو د مازیګر تر څلور نیمو بجو چې کور ته ورنغله نو دوی ورپسې ووتل. هلته ورته چا وویل چې نېږدې د چرګانو په فارم کې په یوه بوجۍ کې مړی پروت دی. دوی چې لاړل او هلته یې وکتل نو د ماشومې مړی په بورۍ کې وو او ورسره نېږدې دوه خښتې په وینو سرې پرتې وې."

بلخوا پر ټولنیزو شبکو په خپره شوې ویډیو کې د ماشومې پلار عمران خان وايي چې د باجوړ اوسېدونکی دی خو له تېرې څه مودې راهیسي په حمزه رشکه سیمه کې اوسي.

نوموړي له حکومته د انصاف غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر اتمه هم په نوښار کې پر نهه کلن ماشوم جنسي تېری شوی وو چې تر هغې وروسته د سیمې خلکو د دې ډول پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې وه.

په پاکستان کې په ۲۰۱۸ز کال کې د پنجاب په قصور کې پر یوې اته کلنې ماشومې زینب انصاري د تېري او بیا د هغې وژنې پېښې پراخې مظاهرې پارولې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG