د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر په خپله نقشه کې شامل کړ


هند د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه د کشمیر کورواکي ختمه کړه او ګرځبندیز یې ولګاوه
هند د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه د کشمیر کورواکي ختمه کړه او ګرځبندیز یې ولګاوه

د پاکستان حکومت د هند تر واک لاندې کشمیر په خپله رسمي سیاسي نقشه کې شامل کړی دی.

اسلام اباد دا اقدام پر داسې مهال کړی چې د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه نوي دلي د جمو او کشمیر کورواکي او ځانګړی اییني حیثیت ختم کړل او په بشپړ ډول یې د هند تر اساسي قانون لاندې راوست.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر څلورمه د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یو ځای ولس ته په وینا کې ویلي چې ملي نقشه کابینې منظوره کړې او دا به د پاکستان رسمي نقشه وي.

هند دا نقشه د "سیاسي بې عقلۍ اقدام" بللی چې له لارې یې پر هندۍ خاوره "کمزورې دعوې" کول غواړي.

د عمران خان وینا

په نوې نقشه کې د هند تر واک لاندې سیمې سره د "هند تر ناقانونه قبضې لاندې" جمو او کشمیر لیکل شوي.

نوی دلی د همالیا د غرونو هغه سیمه له خپلې خاورې نه بېلېدونکې بولي.

عمران خان په وینا کې وویل، دا نقشه به د سکولونو او کالجونو په کتابونو کې شاملېږي.

خو د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزیشن ګوند مسلم لیګ یوه مشر احسن اقبال ویلي، د پاکستان په درسي کتابونو کې د هند تر واک لاندې کشمیر تل د پاکستان په نقشه کې شامل وو.

اخوا د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد د وزیراعظم د اقدام هرکلی کړی خو وايي، حکومت باید دا کار پخوا کړی وای.

پر ټوېټر د هند د بهرنیو چارو وزارت بیان

عمران خان وویل، کشمیریان د خپل برخلیک ټاکلو حق لري خو نړیوالې ټولنې دا ژمنه نه ده عملي کړې.

ده وویل، "پاکستان تل فکر کړی چې کشمیر یې باید برخه وي."

پر ټوېټر د احسن اقبال بیان

د هند غبرګون

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان څرګندونې "نه قانوني جواز او نه نړیوال اعتبار لري."

بیان وايي، "اصلاً دا تازه هڅه یوازې د خاورې د پراخوالي لپاره د پاکستان لېوالتیا ثابتوي."

په بیان کې پر اسلام اباد تور پورې شوی چې د خاورې پراخوالي لپاره "له پولو اخوا د ترهګرۍ ملاتړ کوي."

پاکستان تل دا تور رد کړی او وايي، خپله د ترهګرۍ ښکار پاتې شوی.

پر ۱۹۴۷ کال د هند نیمه وچې تر وېش او د پاکستان له جوړېدو راهیسې کشمیر د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمن حیثیت لاره.

دواړو هېوادونو د کشمیر پر سر دوه جنګونه هم کړي چې پکې یې په ۱۹۴۸ز کال کې د جګړې په پایله کې د کشمیر یوه برخه پاکستان تر خپل واک لاندې راوسته او بله برخه یې د هند تر واک لاندې شوه.

پاکستان کې مظاهرې

د پاکستان وزیراعظم نوې نقشه تر هغې یوه ورځ مخکې جوته کړې چې د اګست پر پېنځمه په هېواد کې د هند ضد مظاهرې او په ۲۰۱۹ز کال کې د هغې سیمې د ځانګړي اییني حیثیت ختمولو په غبرګون د ویر په توګه د یوې دقیقې خاموشي پلان شوي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د "کشمیر لویې لارې" نوم په "سرینګر لویې لارې" واړاوه.

د اپوزیشن غبرګون

د مسلم لیګ (ن) احسن اقبال د اګست څلورمې پر ماخوستن پر ټوېټر لیکلي چې که وزیراعظم واقعاً څه کول غواړي نو د اسلامي هېوادونو سرمشریزه دې جوړه کړي.

د ده په وینا، "هسې" د نویو "نقشو" یا د "سړکونو" نوم بدلولو له "اداکارۍ" څه نه جوړېږي.

ورته خبره د جمیعت علمای اسلام (ف) پارلېماني استازي زاهد اکرم دراني کړې.

نوموړي د اګست پر پېنځمه مشال راډیو ته وویل، پاکستان د کشمیر د ورځې له لمانځلو، نقشې خپرولو او د سړکولو له نومونو بدلولو سره هغه سیمه خپله برخه نشي جوړولای بلکې دا "هسې د وخت ضایع "کول دي.

د وزیراعظم پر اقدام شننه

په پاکستان کې شنونکي د وزیراعظم عمران خان د وینا او نوې نقشې په اړه بېلا بېل دریځونه لري.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شنوکی قریش خټک وايي، له دې پرېکړې ښکاري چې د کشمیر په اړه د پاکستان تګلاره اوس پر سم لوري روانه شوې.

خو په لاهور کې د سیاسي چارو بل شنونکی پروفیسر حسن عسکري وايي، د نقشې بدلولو پر ځای دې اسلام اباد د کشمیر د لانجې هواري لپاره سفارتي هڅې وکړي.

دی زیاتوي چې په هېواد کې ښايي د وزیراعظم اقدام وستایل شي خو پر نړیوال کچ دا اقدام زیات اغېز نشي لرلای بلکې پاکستان ته په کار دي چې د خپل دریځ لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG