د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له نورو هېوادونو خپل وګړي ستنوي


حکومت وايي، ستنېدونکي کسان دې ځان له سفارتونو سره رجسټر کړي
حکومت وايي، ستنېدونکي کسان دې ځان له سفارتونو سره رجسټر کړي

پاکستاني چارواکي وايي، غواړي هغه شاوخوا یو لاک بهرمېشتي پاکستانیان هېواد ته ستانه کړي چې کارونه او ویزې یې ختمې شوې دي خو د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د ټولبند له وجې نشي ستنېدای.

د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د مې په درېيمه په لاهور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې له عربي هېوادونو يې د وګړو ورستنېدل پر اقتصاد خراب اغېز لري:

"په خليجي هېوادونو کې زموږ ډېر زیات مزدوران دي. هلته د خامو تېلو بيې کمې شوي چې پر کاروبارونه یې بد اغېز کړی دی. دا نېغ په نېغه پر موږ اغېز لري ځکه چې له هغه ځایه چې کومې پېسې پاکستانيانو رالېږدولې هغه به اوس نه راځي. دا اقتصاد ته لوی زیان رسوي."

له بهره پاکستان ته ورتلونکو پېسو لپاره د حکومت جوړې ادارې پر خپلې ويبپاڼې ليکلي، د ۲۰۱۹ز په وروستیو شپږو میاشتو کې پاکستانیو وګړو هېواد ته ۱۱.۴ اربه ډالر استولي ول.

ووبپاڼه وايي، اوس دا شمېره ځکه په کمېدو ده چې په ډېرو هېوادونو کې د کورونا وایرس له وجې کاروبارونه تړلي او د مزدورانو ویزې ختمې شوي دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د بهرمېشته وګړو د ورستنولو لپاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ځانګړې ۳۰ الوتکې لېږدوي.

حکومت وايي، لومړيتوب يې په متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، عمان او قطر کې مېشت نېږدې ۶۵،۰۰۰ وګړي دي.

په هغوی کې هغه کسان هم شامل دي چې د عربي هېوادونو له زندانونو خوشي شوي دي.

پاکستان وار له مخه له چين، افریقا، کاناډا، برتانیې او اروپايي هېوادونو څخه خپل ځينې وګړي ستانه کړي دي. خو ګڼ پاکستانيان په عربي هېوادونو کې مزدوري کوي چې پکې یې لویه برخه پښتانه دي.

په دوبۍ کې خبريال، عمران خان يوسفزي د مې پر درېیمه، مشال راډيو ته وويل چې ډېر خلک بې روزګاره شوي او غواړي پاکستان ته لاړ شي:

"نېږدې ۸۰ فېصده پښتانه ورځنۍ [مزدورۍ] کوي. اوس دا کارونه بند دي. ډېرو نورو پښتنو دکانونه لرل. اوس هغه دکانونه تړلي دي نو خلک د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. حکومت چې هر کس ستنوي نو له هغه د کورونا وایرس د ټېسټ نتيجه غواړي. که څوک منفي وو نو هغه تللی شي او که نه وو، نه شي تللی. مانا دا چې هر سړی به اول دلته پر ټېسټ پېسې ورکوي او بيا چې په ګران ټېکېټ پاکستان ته لاړ شي، هلته به بيا په خپله خرچه قرنطین کېږي. دا خو له خلکو سره مرسته نه بلکې پر هغوی بوج ور زیاتول دي."

خو پاکستاني چارواکي وايي، هغوی د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره داسې ګامونه اخلي او پر ملک د نور اقتصادي بار نه اچولو لپاره د چا سره مالي مرسته نشې کولی.

د پاکستاني وزیراعظم د قامي امنيت سلاکار، معيد يوسف د مې پر دويمه په يوه خبري غونډه کې وويل د چا لپاره ټېکېټ نه شي اخيستلی.

هغه وویل، هر پاکستانی چې خپل وطن ته ستنېدل غواړي، هغه دې ځان له سفارت او کونسلګريو سره رجسټر کړي.

د هغه په وېنا، د هغوی د ځانګړو الوتکو ټېکېټونه ځکه ګران دي چې دا الوتکې له پاکستانه خالي ځي او خرڅ يې ډېر کېږي:

"دا هم درته ووايم چې دلته هر پاکستانی راستون شي. هغه به ۴۸ ساعته ساتو. بيا یې ټېسټ کوو. که څوک په کورونا وایرس اخته وو هغه به يا د حکومت په قرنطين کې او يا هم په خپل لګښت د ۱۴ ورځو لپاره بېل ساتل کېږي."

نړيوال مالي صندوق يا ای اېم ايف د اپرېل پر ۱۵مه پر نړيوال اقتصاد د کورونا وایرس د منفي اغېز په اړه وړاندوينه کړې وه او ویلي یې ول چې کورونا وایرس به د منځني ختيځ هېوادونو اقتصاد دومره وځپي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې يې ساری نه موندل کېږي.

د عربي رسنيو له وینا سره سم، د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او قطر حکومت د کورونا وایرس له وجې د تېلو قيمتونو د کمي په ترڅ کې په ځينو کارخانو کې د دندو کمول او ځنډولو اعلان کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG