د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيترېیس اشترو ووچيس: طالبان د نړۍ غوښتنو ته غوږ نه ږدي او افغانستان منزوي کوي


د افغانستان لپاره د اروپايي‌ ټولنې د پارلېمان د پلاوي مشر پيترېیس اشترو ووچيس په اروپايي پارلېمان کې په يو کنفرانس کې وينا کوي - د جولای ۱۴مې انځور.
د افغانستان لپاره د اروپايي‌ ټولنې د پارلېمان د پلاوي مشر پيترېیس اشترو ووچيس په اروپايي پارلېمان کې په يو کنفرانس کې وينا کوي - د جولای ۱۴مې انځور.

د افغانستان لپاره د اروپايي‌ ټولنې پارلېمان د پلاوي مشر پيترېیس اشترو ووچيس وايي، اروپايي اتحاديه د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندلو نيت نه لري خو له افغانانو سره به مرستې روانې ساتي.

نوموړي د جولای پر ۱۴مه په اروپايي پارلېمان کې د يو کنفرانس پر مهال وويل چې په افغانستان کې طالبان د سختو بندیزونو له عملي کولو سره په ټولنه کې د ښځو ګډون محدود کړی دی. هغه وویل چې طالبان د نړيوالو د اندېښنو په نه ځوابولو لګيا دي افغانستان له نړۍ جلا ساتي.

نړۍ بايد پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي چې هغوی د بشري حقونو له تروړلو لاس واخلي
حوريه مصدق

اشترو ووچیس زیاته کړه، "ډېر کم خلک داسې دي چې له طالبانو د ښو تمه لري. ماته داسې ښکاري چې طالبانو په افغانستان کې په داخلي پاليسيو کې د ترهګرۍ له عنصره کار اخیستی. دوی د نړيوالو د خبرو په نه اورېدو لګيا دي افغانستان له نړۍ منزوي کوي. تر هغو چې زموږ د اثر رسوخ خبره ده نو دا محدود دی. په کابل کې مو شتون هم ډېر کم دی چې ښايي همداسې کم به پاتې شي. موږ کوښښ کوو چې د بشري بحران په کمولو کې له افغانانو سره خپلې مرستې په داسې طریقه جاري وساتو چې د کومک له پیسو طالبان ګټه پورته نه کړي."

دا کنفرانس د جنوبي اسيا د مطالعاتو لپاره اروپايي بنسټ (European Foundation for South Asian Studies) جوړ کړی وو.

په کنفرانس کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې سفیر اندریاس وون براندت هم برخه درلوده. هغه وویل چې په افغانستان کې د بشري بحران نور ژورېدو څخه مخنيوي لپاره ضروري ده چې له افغانانو سره مرسته وشي.

نوموړي وويل پوهېږي چې افغانان له نړيوالې ټولنې ډېر خوشاله نه دي او دوه قسمه تنقيد پرې کېږي. "يوه نيوکه دا ده چې ډېری افغانان راته وايي چې تاسو موږ یوازې پرېښودو خو کله چې موږ مرستې کولو غواړو نو بيا ويل کېږي چې تاسو د افغانستان په مسايلو کې ګوتې وهئ."

خو نوموړي د کنفرانس د ګډونوالو د مکررو پوښتنو په ځواب کې ومنله چې کله د افغانستان پر مسايلو خبره کېږي نو په اروپا کې ډېری پالیسي جوړوونکي د پاکستان د کردار په اړه ډېر بحث نه کوي. هغه د دې بحث نه کېدو لپاره څه دليل ور نه کړ او و یې ويل چې د پاکستان په اړه "یوازې همدومره" ويلی شي.

نوموړي زیاته کړه چې له طالبانو سره یې خبرې روانې دي او ډېری بحثونه پر بشري حقونو راڅرخي. "زه دا هم منم چې له طالبانو سره د ملاقاتونو پر وخت، موږ د ترهګرۍ ضد کار په اړه ډېرې خبرې نه دي کړي. د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په اړه بحثونه کول ضروري دي ځکه چې په سيمه کې ترهګري يوه لويه مسله ده. خو منم چې موږ په دې هکله ډېرې خبرې نه دي کړې او ډېر پام مو د بشري حقونو اړونده مسایلو ته اړولی."

په هغه کنفرانس کې څېړونکو حوريې مصدق، پيمانې اسد او د مشال راډيو خبريال بشير احمد ګواښ هم د کارپوهانو مېلمنو په توګه ګډون درلود.

پېمانې اسد غوښتنه وکړه چې د افغانستان بحران، د طالبانو د وسله والې جګړې د سيمه ييزې همکارۍ، د پاکستان د کردار او د نړيوالو ناکامۍ په اړه بايد د حقیقت معلومولو يو کمېشن جوړ شي. "د افغانستان په روان بد حالت کې ډېر خلکو منفي رول لوبولی دی. زموږ په ګاوڼد کې پاکستان دی چې له لومړۍ ورځې يې د طالبانو ملاتړ کړی دی. د حقیقت معلومولو کمېشن که جوړ شي نو د ډېرو مخونه به څرګند شي."

پاکستان هېڅکله په افغانستان کې منفي‌کردار لوبول نه دې منلې. بېلابېلو پاکستانیو حکومتونو او امنیتي چارواکو تل دا دریځ لرلی په افغانستان کې جګړه نه غواړي او د سولې ملاتړ کوي. اسلام اباد همداراز وايي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یې رغنده رول لوبولی دی. د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

بشير ګواښ په کنفرانس کې د تحريک طالبان پاکستان او پاکستان حکومت د مذاکراتو په اړه خبرې وکړې. هغه وويل چې که څه هم دا مذاکرات روان دي خو حملې او ناامني کمه شوې نه ده. نوموړي زیاته کړه چې له راپورونو ښکاري چې د افغان طالبانو بریا په سيمه کې نورې وسله والې ډلې او سختدريځه خلک هڅولي دي. هغه د طالبانو د خپلمنځيو اختلافاتو خبره هم وکړه چې ښايي د اسلامي دولت یا داعش په شان نورې وسله والې ډلې ترې د خپل ځان قوي کولو لپاره ګټه واخلي.

د بشري حقونو فعالې حوريې مصدق وويل چې پر طالبانو بايد د ښځو د حقونو او د ټولو نجونو د تعليم لپاره فشار ته ادامه ورکړل شي. هغې وویل داسې ښکاري چې نړيوال به يوازې د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځيو په ممکنه پرانیستې کفايت وکړي او نورې خبرې به ناديده ونیسي. "خو داسې بايد و نه شي. نړيواله ټولنه نه يوازې بايد پر طالبانو فشار واچوي چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي بلکې ټولو افغانانو ته د سياست کولو، مظاهرو کولو او بیان ازادۍ حق ورکړي لو له خپلو سختو پاليسيو واوړي. تر هغو چې طالبان نړيوالو بشري حقونو ته احترام ونه ساتي، بايد په رسميت و نه پېژندل شي."

په اروپايي پارلېمان کې د افغانستان په اړه د کنفرانس يوه څنډه
په اروپايي پارلېمان کې د افغانستان په اړه د کنفرانس يوه څنډه

د دې په ځواب کې د افغانستان لپاره د اروپايي پارلېمان پلاوي مشر پيترېیس اشترو ووچیس او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې سفیر اندریاس وون براندت وويل چې اروپايي اتحادیه د طالبانو د حکومت په رسميت د پېژندلو پلان نه لري. دوی زیاته کړه چې د اوس لپاره نړيواله ټولنه په دې سلا ده چې د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري او منتخب حکومت په زور ليرې کړ او پر ځای یې خپله واکمني پيل کړه. دوی تر هغه وروسته ځيني سخت بندیزونه عملي‌کړي دي. دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي، پر ښځو یې مخ پټول جبري کړي، ښځه له محرم بغير له کوره نه شي وتلی، موسيقي بنده ده، په حکومت کې نورو سیاسي ګوندونو ته برخه نه ده ورکړل شوې او پر رسنيوو ځيني محدوديتونو لګېدلي دي.

طالبان وايي، د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو د ټولو حقونو خوندیتوب ته ژمن دي خو هغه چوکاټ یې نه دی تشرېح کړی. له دې پرته هغوی ویلي چې د نجونو د ښوونځيو پرانیستو په اړه یې یو کمېشن پالیسي جوړوي.

XS
SM
MD
LG