د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تعلیم او کاري موقعو محرومي د ښځو د اقتصادي ازادۍ مخه نیسي: چارواکي


له څو کلونو راهیسې د پاکستان فعالان د مارچ پر اتمه د ازادۍ په نوم لاریونونه کوي - د ۲۰۲۰ز کال د مارچ اتمې انځور. 
له څو کلونو راهیسې د پاکستان فعالان د مارچ پر اتمه د ازادۍ په نوم لاریونونه کوي - د ۲۰۲۰ز کال د مارچ اتمې انځور. 

د مارچ اتمه هر کال د ښځو نړيواله ورځ لمانځل کېږي او د دې ورځې په تړاو هر کال جلا جلا موضوعات غوره کېږي.

د ۲۰۲۱ز موضوع "د ښځو مشري او د کورونا وایرس په وبايي حالاتو کې هغو لپاره د برابرۍ ترلاسه کولو تکل" ده.

ملګري ملتونو دا موضوع ځکه غوره کړې چې په وينا يې ښځو د کورونا وبا د مخنيوي په لړ کې د روغتياپالانو، نوښتګرو، تیماردارو، ولسي خدمتونو او د دې ترڅنګ د هېوادونو د مشرانو په توګه مثالي رول لوبولی دی.

سازمان وايي چې د ښځو د حقونو په برخه کې بې ساري پرمختګونه شوي دي خو د دې سربېره هم د ښځو او سړيو ترمنځ د مساوي حېثېت هدف نه دی تر لاسه شوی.

د تېرو کلونو په څېر به د مارچ پر اتمه نېټه د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت غونډې او دستورې جوړېږي.

په پاکستان کې هم دا تېرو څو کلونو په شان د ښځو د حقونو سازمانونه، فعالانې او ګوندونو اتحاد عورت ازادي مارچ کوي.

پخوا به په دې هېواد کې يوازې ځينو ښځينه سازمانونو او غير حکومتي تنظيمونو (اېن جي اوز) په ټېټه کچه غونډې او دستورې جوړولې خو له تېرو دوو کلونو "عورت ازادي مارچ" ولسي بڼه خپله کړې ده او په هر لوی ښار کې ښځې راوځي او د خپلو حقونو په حق کې ويناګانې او شعارونه ورکوي.

پر ټوېټر د عورت ازادي مارچ بیان

سږکال هم وار له مخه په لاهور، اسلام اباد او کراچۍ کې د عورت ازادي مارچ فعالينو پر دېوالونو او نورو ځايونو شعارونه ليکلي او پوسټران يې راځړوند کړي دي.

دا ټول فعاليتونه پر ټولنيزو رسنيو د عکسونو په بڼه کې شريک کړل شوي دي.

د بېلګې په توګه د لاهور عورت مارچ پر ټويټر پاڼه د اوبو د ټېنکرو عکسونه شريک کړي چې ورباندې په مختلفو رنګونو کې شعارونه ليکل شوي دي.

په دې کې يو شعار دی "زموږ صحت زموږ حق."

په يو بل شعار کې پر سړیو طنز شوی او ليکل شوي: "تاسو زبان سازه او موږ زبان دارازه."

د ښځو اقتصادي ازادۍ پر وړاندې خنډونه

ملګري ملتونو او د ښځو د حقونو لپاره فعاله سازمانونه او ادارې ټول کال ښځو ته پر وړاندې ستونزو څېړنې کوي، کیمپېنونه چلوي او قانوني مسودې جوړوي.

د دې ټولو هدف دا وي چې ښځې له سړيو سره د ژوند په هر ډګر کې مساوي شي.

له دغو ستونزو څخه يوه ښځو ته د اقتصادي موقعو برابرول او معاشي ازادي تر لاسه کول دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ز کال د ښځو نړيوالې ورځې په پېغام کې ويلي چې قانوني خنډونو د سړيو په مقابله کې ۲،۷ اربه ښځې د خپلو خوښو له کارونو څخه محرومه کړي دي.

خو کله چې خبره د پاکستان په شان نورو شاته پاته هېوادونو ته راشي نو وضعيت نور هم خراب شي.

د ښځو وضعیت په اړه د خيبرپښتونخوا د سرکاري کمېشن یوه چارواکې امنه درانۍ وايي چې د ښځو په اقتصادي ازادۍ کې کلتور يو ډېر مهم خنډ دی.

د دې په وينا، نجونو ته د هلکانو په شان د تعلیم کولو موقعې نه ورکول کېږي او د دې په خبره چې کومو ته ورهم کړل شي نو هغه له لوړو زدکړو محرومه شي او چې څوک بیا لوړې زده کړې وکړای شي نو له کارونو کولو بې برخې شي.

هغه زیاتوي:"په خيبربښتونخوا کې د ښځو تعليم شرح ۳۶ فيصده ده نو ځکه د دوی په اقتصادي هلو ځلو کې برخه ډېره کمه وي. د مثال په توګه ۶۰ فيصده سړي که کار کوي نو د دوی په مقابله کې د ښځو ونډه ۱۲ فيصده ده."

په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړې عایشه بانو هم ورته خبره کوي خو وايي چې د پخوا په پرتله د ژوند په هر ډګر کې د ښځو حالت په ښه کېدو دی خو البته دا زیاتوي چې اوس هم د سړيو او ښځو ترمنځ د مساوي حېثېت په لړ کې اوږد مزل پاتې دی.

نوموړې زیاته کړه: "موږ په اسمبلۍ کې ناستې يو خو د فيصلو ټول واک مو د سړيو په لاس کې دی نو په کور دننه او په اسمبلۍ کې پرېکړې سړي کوي. که په پاکستان کې ښځو ته د هغو په خوښه موقعې ورکړل شي نو دا هېواد او صوبه به ډېر پرمختک وکړي."

ملګرو ملتونو د سږکال نړيوالې ورځې په مناسبت د نړۍ پام په فیصله سازه ادارو کې د ښځو رول ته هم اړولی دی او د ۲۰۱۹ز کال په حواله يې ويلي چې په هغه کال د ټولې نړۍ په پارلېمانونو کې د ښځو استازيتوب ۲۵ فيصده وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG