د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پرتله، بلوچستان کې پر ښځو کم تشدد شوی


کوټه: ښځې په ګودر راټولې دي. په بلوچستان کې د اوبو ستونزه ډېره لویه ده. عورټ فاونډېشن ویلي په بلوچستان کې پر ښځو تشدد کم کېږي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اتمه
کوټه: ښځې په ګودر راټولې دي. په بلوچستان کې د اوبو ستونزه ډېره لویه ده. عورټ فاونډېشن ویلي په بلوچستان کې پر ښځو تشدد کم کېږي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اتمه
رپورټ: خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- په پاکستان کې د عورت فاونډېشن په نوم یوه نا حکومتي سازمان په خپل رپورټ کې ویلي د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال پرتله، په ۲۰۱۰ز کال کې د ښځو پر وړاندې د تشدد پېښې کمې شوې دي.

د عورت فاونډېشن یوه مشر اشفاق مېنګل د رپورټ په اړه تفصیل ورکړی دی: (( اوس چې د ۲۰۱۰ز کال رپورټ مو وړاندې کړ، په کې ښکاري چې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد تر ټولو کمې پېښې په بلوچستان کې شوې دي. زه به تاسې ته ووایم چې دا ټول هغه کېسونه دي چې په رسنیو کې راغلي دي.))

مېنګل وايي: ((په ۲۰۱۰ز کال کې، په ټول بلوچستان کې د ښځو پر وړاندې د تشدد دومره پېښې نه دي شوي، چې څومره په پلازمېنې اسلام اباد کې شوې دي.))

د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا څنګه کېدای شي چې په ټوله صوبه کې دومره پېښې نه وي شوې، لکه څنګه چې په یوه پرمختللي ښار اسلام اباد کې کېږي؟

اشفاق مېنګل د ځواب پر مهال وویل: (( هو موږ پخپله هم حیران یو چې په فېډرالي پلازمېنه کې دې دومره پېښې وشي. او دلته په بلوچستان کې، چې یوه وروسته پاتې صوبه ده په هغې کې دې کمې وي. دا د حیرانتیا خبره ده. خو له دې دا هم څرګندېږي چې زموږ په پلازمېنه کې دا حال دی، نو موږ ته په دې ترځ کې نور کار هم کول په کار دي.))

عورت فاونډېشن ویلي، په ۲۰۱۰ز کال کې د داسې پېښو چې پر ښځو دې تشدد شوی وي، تفصیل دې ورکړل شي، نو پولیسو ورته سکوټ انکار وکړ.

پولیس وايي، کېدای شي تېر کال داسې پېښې شوې وي، او له پولیسو سره یې اندراج نه وي شوی.

د یاد سازمان یو بل مشر، علاو الدین خلجي وايي: ((موږ ته په ۲۰۱۰ز کال کې پولیسو ځکه انکار وکړ چې په ۲۰۰۸ز کال کې د پولیسو مشرانو پر رپورټ نیوکې کړې وې، ځکه چې دوی د تشدد پېښې کمې ګڼلې وې او له موږ سره زیاتې وې. له هغې راهیسې دوی زموږ سره په ضد دي، او دا دی چې تېر کال یې سکوټ انکار راته وکړ.))

مشال راډیو د یوه بل نا حکومتي سازمان له ښځینه غړې عایشه ودوده وپوښتل چې ایا په ريښتیا به په بلوچستان کې کمې پېښې شوې وي؟

هغې وویل: (( زه دا وایم، د داسې پېښو سره یوځای کول، او له هغه رېکارډ جوړول؛ دا یو ډېر مثبت کار دی. مګر، له دې سره سره په دې رپورټ کې ډېر داسې څه شته دي چې د هغې رپورټ نه دی شوی [یانې نه دي درجې شوې] تر دې ډېر زیات، د تشدد پېښې کېږي چې څومره په دې رپورټ کې راغلې دي.))

عورت فاونډېشن په دې رپورټ کې ویلي، په بلوچستان کې تېر کال، د ښځو پر وړاندې د تشدد ټولې ۷۹ پېښې شوې دي. په دې کې د ناموس په نوم د وژنې ۳۶، د ځانوژنې اته، د جنسي تېري شپږ او د تېزاب پاشلو دوه هغه شاملې دي.
XS
SM
MD
LG