په شمالي وزيرستان کې د داوړو جرګې له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د ميرلي په ايپي ميدان کې د جنورۍ پر ۱۴مه شوې د هغې جرګې يو مشر او د عوامي نيشنل ګوند مخکښ نثار علي خان مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو خلاف د پوځ د عملياتو پر مهال عام ولس اغېزمن کېږي او يوشمېر کورنۍ پر کډه کولو مجبوره شوې دي.
هغه وویل "دلته چې د امن لپاره حکومت کوم اقدامات پيل کړي دي، هغه ټول ناقص دي، بالکل د عوامو خلاف دي. د کومو خلکو په اړه چې دوی (پوځ) ويلي ول چې هغوی خوارج دي يا ترهګر دي، د هغوی پر ځای عام خلک متاثره کېږي، زخميان کېږي او پر نقل مکانۍ مجبوره کېږي."
د جرګې ګډونوالو وويل چې د پوځ لخوا پر ولسي کورونو د ډزو، هاوان مرميو او ډرون توغولو په نتيجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام ولس ته مرګژوبله اوړي.
حکومت او پوځ لا د داوړو جرګې د دعوو او غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي، البته دوې ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان د پوځ پو لوړ پوړي چارواکي مشال راډيو ته ويلي ول چې د وسلوالو پرضد يې عملیات ګړندي کړي او دا چې هڅه کوي چې ولسي وګړو ته زیان پکې و نه رسېږي.
تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۲مه د جمعیت علمای اسلام (ف) د شمالي وزیرستان مشرانو پر پوځ غږ کړی وو چې له هغو ټولو کارونو ډډه وکړي چې له کبله یې خلک پر کډو کولو مجبور شوي دي.
دوی په میرامشا کې د پریس کلب مخې ته په احتجاج کې وویل چې حکومت او پوځ دې له ځايي ولس سره مسلې د خبرو له لارې هوارې کړي. دوی وويل چې ولس له عملياتو، بمباريوو، مارټر ګوليوو، هدفي بریدونو او ګرفتاريانو پرېشانه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان میرلي اوسېدونکي وايي، هره ورځ د مختلفو کلیو، لکه هرمز، موسکي، حیدر خېل، حسوخېل او نورو سیمو د ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې کورنۍ کډې باروي. دوی وايي چې په سیمه کې د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتې کېږي چې د په دې مهال ګولۍ په کلیو هم پریوځي چې له وجې یې دوی د زیانونو سره مخ کېږي.
په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو پر مهال هم له شمالي وزیرستانه زرګونه کورنۍ کډه شوې وې او د خیبر پښتونخوا بندوبستي سیمو، په ځانګړې توګه بنو او ډیره اسماعیل خان ته تللې وې. دا کډې د اوږدې مودې لپاره بېځایه پاتې شوې، او ډېری کورنۍ د خپلو سیمو د بیا رغونې او د امنیت د نشتوالي له امله لا هم نه دي ستنې شوي.
د میرلي یو بل اوسېدونکی محمد رحمان مشال راډیو ته وویل چې د خلکو ژوند له سختو حالاتو سره مخ دی. هغه وویل: "هر څوک چې وس لري، خپل کورنۍ نورو ښارونو ته وړي. خو هر څوک دا وس نه لري چې کډه یوسي. موږ له حکومته د امنیت ټینګښت غواړو."
تېره اونۍ، د حسوخېلو د دواړو قبیلو مشرانو په میرلي کې یوه جرګه رابللې و. دوی له حکومته په وزیرستان او په ځانګړې توګه میرلي کې د امنیت ټینګولو غوښتنه وکړه. تر دې مخکې، هم د ټول وزیرستان په سطح یوه جرګه شوې وه، چې د امنیت د ټینګښت غوښتنې یې کړې وې.
په میرامشاه کې د پوځ یو افسر، چې د رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته ویلي چې پوځ په میرلي کې لوی عملیات نه دي پیل کړي او نه یې چا ته د کورونو یا سیمو پرېښودو ویلي دي. البته، د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات توند شوي دي. هغه زیاته کړه چې پوځ د ځايي خلکو د ځان او مال د ساتنې خیال ساتي.
ځینې ځايي خلک بیا وايي چې د ناامنۍ، هدفي وژنو، او د پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي. د امنیت حالت ورځ تر بلې خرابېږي، او د کلونو غوښتنو سره سره، دایمي امن لا هم نه دی بحال شوی. په میرلي کې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو ورځو کې، د پولیسو او ځايي خلکو په وینا، وسلوالو درې ځايي کسان په هدفي بریدونو کې وژلي دي. تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په میرلي کې ټولې ۳۸ هدفي وژنې شوې وې.