رپورټ: مجید بابر خان، مشال راډیو
پراګ - د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اطهر عباس د بشري حقونو د څار د نړیوالې ادارې هغه رپورټ رد کړی دی چې ګوندې د بلوچستان دننه د خلکو د تښتونو تر شا د امنیتي ادارو لاس دی.
د بشري حقونو د څار د ادارې په تازه رپورټ کې ویل شوي له ۲۰۰۵ز کال راهیسې په سلګونو بلوڅان بې درکه شوي دي.
رپورټ وايي د خلکو د ورکېدو تر شا د پاکستان د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو لاس دی.
رپورټ د ۱۰۰ ورکو شویو کسانو له کورنیو سره د خبرو، د بشري حقونو د فعالینو، وکیلانو او تر تښتونې وروسته د را خوشې شویو کسانو پر مرکو بینا دی.
هیومن رایټس واچ ویلي د خلکو په تښتونو کې د ایف سي (ملېشه) سرتېرو، د هېواد استخباراتي ادارې آی ایس آی او د پوځ د استخباراتو (ملټري انټیليجنس) لاس دی.
خو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د پاکستان د پوځ ویاند، مېجر جنرال اطهر عباس ویلي د بشري حقونو د څار د ادارې رپورټ یو اړخیزه دی: ((دا رپورټ چې دی، ایا له بلې خوا سره یې مشوره کړې ده؟ ایا د دې اړتیا وي چې پر چا تور پورې شي نو د دې پلټنې دې وشي؟ ایا د رپورټ ورکوونکي له پوځ یا ایف سي سره مشوره کړې ده؟ نه. ځکه چې که چا کوله نو له ما سره به یې کوله، د ایف سي له مشر سره به یې کوله. له موږ سره هیچا مشوره نه ده کړې.))
اطهر عباس وايي بلوڅان د پوځ او ایف سي په جامه کې خلک تښتوي او خپلې کار روایۍ کوي: ((په تېر مهال کې هم، موږ د دوی ټرانسمیشن نیولی دی چې د ایف سي کالي به اغوندو، د پوځ دریشي به اغوندو او دا کار روايۍ به کوو.))
اطهر عباس وايي ثبوتونه شته دي ورسره.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون مرستیال مشر کامران عارف مشال راډیو ته ویلي دا هڅه یې کړې وه چې د ایف سي له واکدارانو سره وګوري خو هغوی ورسره و نه لیدل.
د بشري حقونو د څار په رپورټ کې داسې شمېره نه ده ورکړل شوې چې څومره کسان له بلوچستانه ورک شوي دي؟
د جمهوري وطن ګوند مشر سردار طلال بګټي په دې اړه مشال راډیو ته ویلي، په زرګونه کسان ورک شوي دي: (( ۱۳۰۰۰ بګټیان ورک دي، په دې کې ۲۰۰ ښځې دي. دا ایم آی [ملټري انټیليجنس، د پوځ دننه د استخباراتو اداره] وژلي دي. دا یې بیا ښخ کړي دي.))
طلال بګټي ادعا کوي چې له ۳۰۰۰۰ زیات بګټیانو افغانستان ته کډه کړې ده.
مشال راډیو و نه کول شول چې د طلال بګټي د ورکړل شویو شمېرو کره پخلی وکړي.
خو د پاکستان په سپریم کورټ کې د سلګونو ورکو شویو بلوڅانو معاملې تر اورېدنې لاندې دي.
د دې تر څنګ د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي د روان زېږیز کال د جنورۍ تر میاشتې ۱۱۰۰ کسان په بلوچستان کې بې درکه شوي دي، چې زیاتره په کې بلوڅان دي.