د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بښنې نړیوال سازمان د بلوڅانو د ژغورنې هڅې کوي


کوټه: بلوڅ ملتپالان د پاکستان د پوځ پر ضد مظاهره کوي.
کوټه: بلوڅ ملتپالان د پاکستان د پوځ پر ضد مظاهره کوي.
رپورټ: خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه
- دبشري حقوقو نړیوال سازمان ایمنیسټي انټرنیشنل په خپله انټرنیټي پاڼه د نړی له ټولو وګړیوخواست کړی دی چي په لیکلې بڼه دي دپاکستان له حکومت څخه ددې کسانودخلاصون لپاره خواست وکړي.

دبشري حقوقو سازمان وايي د ۲۰۱۱ میلادي کال دفیبرورۍ په اتلسمه نېټه دخضدار په توتک سیمه کي ملیشه ځواکونوپه عملیاتوکي له دې لسو کسانوسره نولس نورکسان نیولي وو.

د دوي په وینا ۱۸ بیرته راخوشي شوي او د مقصود قلندراني نومي ځوان خراب شوی مړی وموندل شو.

یاد سازمان زیاتوي په نیول شویو لسوکسانوکي د اکثریت تعلق له قلندراني قبیلې سره دی. چي دا مهال يې ژوند له خطر سره مخ دی. په کوټه کي دبلوچ وايس فار میسنګ پرسنز يومشر قدیربلوڅ د توتک ددې عملیاتوپه اړه مشال ته وویل: ((دفبرورۍ په اتلسمه نېټه ملیشه ځواکونو دخضدار په توتک سیمه کي عملیات کړي وو. يوکس په هغه ورځ په دې عملیاتوکي ووژل شوو. چي تعلق يې بي ایس او ازاد سره وو. او اودیرش نور يې له خپل ځان سره يووړو.))

ایمنیسټي انټرنیشنل په خپله ویبپاڼه لیکي، په بلوچستان کي له ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۰ څخه بیاد۲۰۱۱ دمئ تر۳۱ مي نېټې ۷۳ کسان لادرکه شوي او د۱۰۸ خراب شوي مړي موندل شوي دي. چي په کې دسازمان په وینابلوڅ سیاسي کارکوونکي، ښوونکي ، خبریالان او وکیلان شامل دي. دایمنیسټي انټرنیشنل ددې بیرني خواست په هکله بلوڅ سیاستوال او دنیشنل ګوند غړی
ډاکټرحی بلوڅ وايي: ((دایمنیسټي انټرنیشنل ددې خواست زه په کلکه حمایت کوم. له ټولي نړی څخه خواست کوم چي دبلوچستان مسله يوه لویه ستونځه ده. او دا لومړی پېښه نه ده چي په دې کي ملیشه ځواکونوله خوا کسان نیول کېږي، بلکې تراوسه په سلګونو کسان لادرکه دي))

له دې سره دوايس فاربلوچ میسنګ پرسنز مشرقدیربلوڅ وايي دده خپل زوي له تیرو درو کالوراهیسي لادرکه دی. قدیربلوڅ زیاتوي ددې خبري ګواه وزیراعلی بلوچستان دی چي دده زوي دپاکستاني استخباراتي ادارې نیولی: (( له ما سره په خبروکي وزیراعلی بلوچستان نواب اسلم رییساني وويل چي لادرکه چاکرقمبراني ، ډاکټربشیرعظیم او جلیل ریکي له آی ایس آی سره دي. او ددې ګواه ریيساني دی.))

که څه هم ډیری بلوڅ او هم ایمنیسټي انټرنیشنل ددې ذمه واره دپاکستان استخباراتي ادارې اوپه خاص توګه ملیشه ځواکونه بولي.

خو بي بي سي ویپباڼه د ملیشه ځواکونو د ویاندمرتضی بیګ له خولې لیکي، داټول تورونه ناسم او په دې کي هیڅ حقیقت نشته.

په بلوچستان کي له تیرو څوکلونوراهیسي ځيني بلوڅ ملت پالوپه وسله واله مبارزه لاس پوري کړی او وائي چي له پاکستان څخه بیلیدل غواړي.

د همدې له کبله، بلوڅ ملت پال وسله والي ډلې غروته ختلې او دبلوچستان په بلوڅ میشتوسیموکي اکثره وخت دپاکستان په امنیتي ادارو او هم په ځواکونوبریدونه کوي.

دناامنۍ په دې پېښوکي له تیريونیم کال راهیسي ځيني بلوڅ ځوانان لادرکه شوي چي په کې دځينو خراب شوي مړي هم موندل شوي دي.

بلوڅ ملت پال ددې لادرکه کېدو او خراب شویومړیو ذمه واره دپاکستان استخباراتي ادارې بولي. او دپاکستان حکومت په بیا بیا داتورونه ردکړي دي.
XS
SM
MD
LG