نقیب الله متونوال- خوست
دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د چار شنبې په ورځ د دې هيواد د ملي امنیت رياست ته امر وکړ، هغه شل تنه ماشومان دې د کوچني اختر په مناسبت خوشي او خپلو کورنیو ته وسپاري، چې د ځانمرګو بریدونو لپاره افغانستان ته رالېږل شوي وو.
دا ماشومان مخکې تر دې چې ځانمرګي بريدونه وکړي د امنیتي ځواکونو له لوري په مختلفو وختونو او د هيواد بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
افغان ولسمشر حامد کرزی له یو وړوکي ماشوم سره چې اورپکو طالبانو ځانمرګي برید ته روزلی وو اوس ولسمشر وبخښلی
ولسمشرکرزي د چارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې د ولسمشر مرستیال مارشال فهیم ، لوی څارنوال او ځینې جهادي مشران هم حاضروو، وویل چې دوى د هېواد د دښمنانوله خوا تېرایستل شوي وو اود خپلومشرانو او رهبرانو د وژلولپاره یې روزنه ورکړې وه ، چې دلته په خپل هيواد کې ځان وژنه وکړي.
دغه تنکي ځوانان چې د امنیتي ځواکونو له لوري د هېواد په بېلابېلو سیموکې نیول شوي وو د بخښنې د اعلان پرمهال ولسمشر حامد کرزي ته وویل چې د دوی ځینې یې په زور د مخالفینوله خوا بیول شوي وو او ځانمرګوبریدو ته چمتوشوي وو.
دوى دا هم وويل، چې د طالبنو له ويرې ورسره يو ځاى شوي وو او د پاکستان په قبايلي سيموکې د ځانمرګي بريدونو او گاډي چلولو روزنه ورکړل شوې وه.
که څه هم ولسمشر کرزي دوى ته بخښنه اعلان کړه، خوڅه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویاند لطف الله مشعل ویلي وو، چې د دا ډول کسانولپاره باید یوه ځانګړی عدالت جوړ کړل شي چې پر دوی مقدمه وچلول شي.
شل تنه ځانمرګي ماشومان او تنکي ځوانان چې د ولسمشر کرزي لخوا وبخښل شو
پوښتنه دا ده چې واړه ماشومان څنګه دې ته تیارېږي چې ځانمرګي بریدونه وکړي. احمد شاه اعظمي په کوټه کي د نفسياتي ناروغیو معالج ډاکټر غلام رسول سره په دې اړه خبرې کړې
پوښتنه دا ده چې واړه ماشومان څنګه دې ته تیارېږي چې ځانمرګي بریدونه وکړي. احمد شاه اعظمي په کوټه کي د نفسياتي ناروغیو معالج ډاکټر غلام رسول سره په دې اړه خبرې کړې
نفسیاتي معالج ډاکټر غلام رسول سره د احمدشاه اعظمي مرکه چې ماشومان څنګه ځانمرګي برید ته تیارېږي
د دوی په خبره چې د افغانستان عدلي ارګانونه د امنیتي ځواکونوله خوا نیول شوي وسله وال مخالفین بېرته خوشي کوي.
خو د چارو کارپوهان وایې، چې کیدای شي دا کسان یوځل بیا د مخالفینوسره یوځای شي او بیا هم ځانمرګي بریدونه وکړي او د مخالفینود تقویې باعث شي.