سید شاه سقیم، مشال راډیو
کندهار - د افغانستان په کندهار کې د پښتو ژبې د تکړه شاعر او ليکوال عبدالباري جهاني په وياړ مشاعره شوې ده چې د ښاغلي جهاني سلګونو مينه والو پکې برخه اخيستې وه .
په کندهار کې زمونږ همکار سيدشاه سقيم هم دغې مشاعرې ته ورغلى وو او دغه راپور يې رالېږلى دى.
د پښتو ژبې د تکړه شاعر ، ليکوال ، څېړونکي او ژورناليست عبدالباري جهاني په وياړ جوړه شوې مشاعره د کندهار داطلاعاتو او کلتور رياست په ودانۍ کې د ياد رياست د کارکوونکيو او د کندهار د ليکوالانو له خوا جوړه شوې وه چې پکې د شعر ،ادب او قلم سلګونو مينه والو برخه اخيستې وه.
د مشاعرې زياته برخه د عبدالباري جهاني وينا او شعرونو ته ځانګړې شوې وه خو د ځينو ليکوالو ويناوې او تمثيلي ټوټې هم د مشاعرې برخه وه.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالقديم پتيال د مشاعرې ګډونوالو ته د وينا پر مهال عبدالبارې جهاني د پښتو په اوسنيو شاعرانو کې بې جوړې وباله او زياته يې کړه چې د ده د شعر ځانګړى سبک د هر لوستونکي او مينه وال فکر په اسانۍ سره د ځان په لور اړوي.
(( په پښتو شعر کې ښاغلى جهاني هغه نوم دى يا د نننۍ ورځې د ټولو پښتنو په زړونو کې هغه محبوبيت او شهرت چې د ښاغلي جهاني په برخه دى زه فکر نه کوم چې هيڅ بل پښتانه شاعر دى دومره خپور او پراخ محبوبيت موندلى وي. د پښتو معاصرو ادبياتو په سلسله کې د انګريزي ، فارسي او دري ژبو څخه د جهاني منظومي ژباړې او ترجمې هغه څه دي چې زه فکر نه کوم تر اوبه په پښتو کې چا دغسې منظومې ژباړې کړې وي ))
ليکوال او څېړونکي انجينېر شېرشاه رشاد هم د خپلې وينا پر مهال وويل چې عبدالباري جهاني د پښتو په اوسنيو شاعرانو کې يوازينى شاعر دى چې د خلکو په زړونو واکمني لري.
دده په خبره د جهاني د شعر پر لفظي او معنوي اړخونو او د هغه د شاعري پر تخيلي او عاطفي ژبه خبرې کول له ساعتونو او ورځو وتلى کار دى.
(( د پښتو ادبياتو په تاريخ کې د اوسنۍ يا معاصرې دورې په پښتو شاعري کې زه په خپل اند ښاغلى جهاني د پښتو شاعرۍ د زړونو سلطان ګڼم ))
د عبدالباري جهاني په وياړ په جوړه شوې مشاعره کې د ده ځينې شعرونه په تمثيلي توګه هم وړاندې شول چې مينه والو يې په ليدلو خوښي څرګنده کړه .
د مشاعرې برخه والو ته عبدالباري جهاني بيا د وينا پر مهال پښتانه په اوسنيو حالاتو کې د نيستۍ له خطر سره مخامخ وبلل .
ده د پښتنو پر ځوانانو غږ وکړ چې د را روان خطر مخه دي په يوالي ونيسې کنې نو ليري نه ده چې پښتانه له ورکېدو سره مخ شي.
(( زه يې اورم او هم چې دلې راغلي يو هر وخت دا بدمرغه خبرې زه اورم چې تاسي ځوانان خلک د غلجي او دراني ، د مشرقي او جنوبي ، د مشرقي او د غربي او يا پر بېلو بېلو لهجو باندې ويشي . لطفا دغه وېش ته په هر شکل چې کېږي خاتمه ورکړئ . په جهر درته وايم هر هغه څوک چې په تاسي کې يا د دراني په نوم اتحاديه جوړوي، يا د غلجي په نامه اتحاديه جوړوي، يا غلجى له درانيه بېلوي او يا درانى له غلجيه بېلوي هغه ستاسي دښمن دى ، هغه وباسئ له خپله مېنځه ))
عبدالباري جهاني د مشاعرې په پاتې برخه کې خپلو مينه والو ته پرلپسې شعرونه واورول چې په زياتو شعرونو کې يې په پښتني سيمو کې روانې ناخوالې او د افغانانو بې وزلي ياده شوې وه.
(( چا دي واخيستل پوځونه د طلا په خرمنونو
چا زلمي در ليوني کړل په وعدو د جنتونو
اوروي څوک له اسمانه بارانونه د بمونو
بې څښتنه دي جونګړه کبابېږي په اورونو
په زامنو دي نازېږي. پنجرې د زندانانو
په خپلو کور کې يې پردى کړې د پرديو تپسونو
د ازل برخه دي ښکاري ستا له خپله لاسه خواره
کندهار! در واري سم ــــ در واري سم کندهاره! ))
عبدالباري جهاني خپلو مينه والو ته ځينې ولسي منظومي کيسې هم واورولې چې مينه والو يې په اورېدلو خوښي څرګنده کړه .
(( زمري خپل غاښونه وايستل په شپه کې
له منګول څخه نکونه په شېبه کې
کرۍ شپه يې کړله تېره چې سهار سو
مرکه د محبوبې په مور او پلار سو
په خندا سول مور او پلار د هغې ښکلې
په ټولۍ کې د همزولو نازولي
چې پاچا وې د غاښو له برکته
اوس يابو يې تاته ښايي زړه کته
چې تېرې منګولې نه لرې په پښو کې
اوس به څنګه پاچاهي کوې په غرو کې
اوس به څنګه په ښکار خښې کړې منګولې
اوس به ولې ستا له وېرې هوسۍ زغلي
که خبر سول ماشومان د ښار او کلي
په ډبرو او هډوکو به دي وولي
زمرى ژر ولاړى په خپل غار کې دېره سو
د ګيدړو چغالانو مسخره سو
هوښياران وايي په زور چې زورور وي
له هغو کسانو عقل مرور وي ))
عبدالباري جهاني تر اوو کلنې مسافرۍ وروسته وړمه ورځ خپل پلرني ټاټوبي کندهار ته راغلى دى چې تر اوسه يې په وياړ د کندهار شاعرانو او ليکوالانو بېلابېلې ادبي غونډې او مشاعرې جوړې کړې دي.