د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر : باچاخان سکول په بمونو والوزول شو

د خیبر ایجنسۍ په لنډي کوتل خوګا خیلو سیمه کې د خالي په شپه ناځرګندو وسلوالو د باچا خان ایجوکیشن فاونډېشن سکول په بارودي توکیو الوزولی دی. د ښوونځي چارواکي وايي په چاودنه کې د سکول اوه کوټې، دپرنسپل دفتر او د کلتوری هلو ځلو یوه کوټه او د سکول سامانونه په مکمله توګه تباه شوي دي. د باچا خان ایجوکیشن فاونډیشن په دي سکول کې کار کونکي کسان وايي چې دغه سکول له دې نه مخکې هم په نخښه شوی وو،د دوی په خبره په دې سکول کې خوا وشا دوه نیم سوه ځايي ذده کونکو ته ویړیا او معیاری تعلیم ورکول کېدۍ. یاده دې وي چې په خیبر ایجنسۍ کې د سرکاری سکولونو په بمونو د الوزولو لړۍ دوام لري،او د خیبر ایجنسۍ د تعلیم د چارواکو په وینا تر اوسه پورې په دې سیمه کې خوا وشا په اته اویا سرکاري سکولونو کې بمي چاودنې شوېدي،چې پینځه پنځوست پکې په مکمله توګه تباه شوي دي،خو څه پکې د بیا جوړیدو جوګه دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG