روح الله انوري - کونړ
دکونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د ګټو قلعه په تنګي کي ناپیژاندو وسله والو کسانو دیو ایراني تعمیراتي شرکت په انجینر او څوتنو ملي پولیسو باندي برید کړی چي انجینر فریدون عاشوري او دوه تنه پولیس ټپیان شوي دي.
دکونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د ګټو قلعه په تنګي کي ناپیژاندو وسله والو کسانو دیو ایراني تعمیراتي شرکت په انجینر او څوتنو ملي پولیسو باندي برید کړی چي انجینر فریدون عاشوري او دوه تنه پولیس ټپیان شوي دي.
په کونړکي د اوبو رسولو او تنظیم رئیس انجینر عبدالرشید زلمي داسداباد په روغتون کي مشال راډیو ته وویل چې ایراني تعمیراتي شرکت دکونړ ولایت دڅوکۍ ولسوالۍ څخه دننګرهار تر ګمبیري او درونټې پوري دیو اوږود کانال دویستلو سروې کوله .
((دغه کانال له څوکۍ ولسوالۍ څخه شروع کیږي او ترګمبیري پوري ۹۶ کیلو متره اوږودوالی لري .نوي په سلو کي يي دسروي کار بشپړه شوی دی..چې نن پرې دمخالفینو لخوا ډزي وشوي.او په هغي کې دوه عسکر او یو دتوسي اب شرکت انجینرسرسري ټپيان شوی دی.انجینر ایرانی دی.))
ایراني ټپي شوي انجینر فریدون عاشوري د پېښې په اړه وویل: ((له دری څخه څلور تنه یوځاي لاندي راغلو چي یو زه دری ساتونکي و.په لاره کي راته یو څو وسله وال کسان مخی ته شو،سم دواره يي زموږ په موټر ډزي پیل کړي او زه په موټرکي په مرمۍ ولګیدم. بل عسکر لاندي راپریوت .زه له کیڼي دروازي له موټره کوز شوم او وتیښتېدم. وسله وال راپسي شول، ماورته وویل زه هم ستاسو غوندې مسلمان یم. نور راڅخه بره لاړل. موږ دغلته د ګمبیرې دبریښنا د بند تونل لپاره سروې کوله چي سروي تقریبا په پاي ته رسیدو وه.))
هغه وايي که امنیت ښه نه وي نو فکر نه کوي چې بند جوړ شي:(( که چیرته دغه بند جوړشي نو دافغانستان څلورو ختیځو ولایتونو ته به بریښنا ورکړي او همداراز به ډیري ځمکي خړوب کړي ))
داسداباد مرکزي روغتون رئیس ډاکټر محمد فاروق سهاک وايي چي دوی ته ټول دري ټپیان راوړل شوي.او روغتیايي حالت يي ښه دی.
دا لومړۍ پیښه نه ده چي دڅوکۍ په ولسوالۍ کي پر یوبهرنې انجینر برید کیږي.بلکي لدي نزدي اوو کاله وړاندي دکونړ جلال اباد دسړک پر جوړونکي ترکي انجینر حاجي محمدایوب حمله وشوه،چي لومړی وتښتول شو او دوه ورځي وروسته يي مړی وموندل شو.
تیرکال د همدی ولسوالۍ په اړوندو کي د کونړ جلال اباد له لویې لارې څخه یوه بریتانوۍ میرمن لینډا چې د اي ډي نیو موسیسي سره يي کار کولو ونیول شوه . او بیا دهغي دخلاصون لپاره دنړیوالو ځواکونو لخوا دپیل شوو عملیاتو په نتیجه کي هغه ووژل شوه .