د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځوانان ویزې ختموي او په خپل ولایت کې کار کوي



نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست -
که له یوې خوا په افغانستان کې د تیرو جنګ جګړو له لاسه مېلیونونه افغانان پردیو هېوادونو ته کډه شول او لا هم ډير شمير په نورو هيوادونو کې کډوال دي، له بلې خوا په هېواد کې د بېکارۍ له لاسه هم لکونه ځوانان پرديو هېوادونو ته په مزدوريو پسې ولاړل.


خوست هم د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په تیرو ديرشو کلونو کې ترې لسګونه زره کسان د کار او روزګار په موخه بهرنیو او په ځانګړي ډول خليج هيوادونو ته تللي او هلته په بېلا بېلو کاروبارونو او مزدوريو بوخت دي.


خو په دې ورستیو کلونو کې د نا امنيو سره سره، چې په هېواد کې د کارکولو یو څه زمینې برابرې شوي نو یو شمیر خلیج هېوادونو ته تللو افغان کارګرو هم خپلې ویزې ختمې کړې او په هېواد کې په کار کولو بوخت شول.


د خوست د متون یو تن ځوان هوس خان، چې په متحده عربي اماراتو کې يې نهه کاله ټکسي چلولې وايي، چې که څه هم په اماراتو کې بې کاره شوي نه دی، خو بيا یې هم ویزه ختمه کړه او او س په خوست کې ټکسي چلوي، د ده په خبره، چې له اماراتو یې دلته په ټکسي چلونه کې زیاته ګټه کړي او هم له خپل کار څخه خوښ دی.

په عربې اماراتو کې د خوست ځینې نور کارګران هم، چې دا مهال خپلو کورنو ته په رخصتیو راغلي وايي، چې د بېرته تګ نیت نه لري او د دوى په خبره، چې له یوې خوا اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې کارونه د نړيوال اقتصادي بحران له امله د پخوا پرتله کم شوي او بل پلو په هېواد کې هم که څوک و غواړي کارونه پیدا کیږي.

د خوست يو بل اوسيدونکى صابرالدین، چې د نولسو کلونو راهيسي د اماراتو په العین ښار کې د ترکاڼۍ يا نجارۍ کار کوي وايي، چې نور هلته نه درومي.

نوموړى زياتوي: (( اوس مهال په خوست کې هم د نجارۍ په برخه کې تر دوبۍ زیاتې پیسې پیدا کولای شم؛ هم په خپل کور کې د خپلو ماشومانو سره، کالي په کور کې راته مينځل کيږي، ډوډۍ په کور کې تياره، له غم ښادۍ خبر او ارام))

ځينې کسان وايي، چې له اماراتو ور ها خوا د خليج په نورو هيوادونو کې هم د کار پيدا کول اوس يو څه سخت شوي دي.

د خوست د ځدراڼو اوسېدونکی نور محمد، چې په کویټ هېواد کې د چاکلیټ جوړولو په یوه کارخانه کې په دنده بوخت دی وايي، چې په عربي هېوادونو کې اوس مهال کار ته د مسلکیتوب په اساس کسان غوره کیږي.
نور محمد زياتوي: (( کله، چې يوې دندې ته درخواست کوې، نو په مقابل کې هنديان، بنګليان او فلپاينيان وي، چې دوى له موږ څخه لوړې زده کړې لري نو اسان او ښه کارونه دوى تر لاسه کوي.))

دا په داسې حال کې ده، چې او س مهال په خوست کې نه يواځې د خيبر پښتونخوا د بنو او ځينو نورو سيمو په سلګونو کسان په کار بوخت دي بلکې د پنجاب ګڼ شمير اوسيدونکي هم د ودانيو جوړولو او ګادو د ترميم په برخه کې کارونه کوي.
XS
SM
MD
LG