د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار والي پر دفتر برید: ۲ پولیس، ۲ بریدګر وژل شوي


پراګ - چارواکي وايي، د افغانستان د کندهار والي پر مقام برید ګر وژل شوي دي.

هلته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چې مقام ته دوه ځانمرګي ننوتي ول چې وژل شوي دي.

د کندهار د والي دفتر رییس زلمي ایوبي د مشال راډیو خبریال ته وویل، ځانمرګي برید کوونکي ورغلي ول او تر نښتې وروسته وژل شوي دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر په خپله تازه خبر پاڼه کې وايي، د نښتې پر مهال دوه پولیسان هم وژل شوي دي.

د کندهار د رسنيو دفتر ويلي، نښته تر نیم ساعت روانه وه.

بیان وايي، د دې نښتې پر مهال د کندهار والي ډاکتر توریالی ویسا هم په دفتر کې وو خو هغه ته زيان نه دی رسېدلی.

زموږ خبریال وايي، دا وسله وال د والي مقام ته ننوتي ول او بیا د والي دفتر دهلېز ته رسېدلي ول.

په هغه ځای کې له دې وسله والو سره پولیسو جګړه کړې ده او بالاخر یې دوی وژلي دي.
XS
SM
MD
LG