د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپریدي د سزا کولو پرېکړه بې بنیاده ده، امریکا




هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
د امريکا د خارجه وزارت وياندې وېکټوريا نيولينډ د شورو پر ورځ د واشنګټن خبري غونډې ته وويل چې موږ ته د اسامه بن لادن په وژلو کې د امريکا له سي.آی.ای سره د مرستو له پاره د تورن شوي پاکستاني ډاکټر په بند کې د ساتلو د دې هېواد د حکومت د پرېکړې کوم اساسي علت نه تر سترګو کېږي.

مېرمن نيولينډ سره له دې چې ډاکټر شکيل اپريدي ته د اورول شوې سزا په اړه ډېر څه ونه وييل خو زياته يې کړه چې په ياده موضوع به له پاکستان سره پيل کړې خپلې خبرې پر مخ يوسي:

((موږ له پاکستان سره په خبرو کې په منظم ډول دا مساله مطرح کړې، او زه تمه لرم چې دغه بهير به دوام ومومي.))

هم په واشنګټن کې د پينټاګون وياند جارج لېټل خبريالانو ته وويل چې د اسامه بن لادن په ميندلو کې له امريکا سره مرسته کوونکي د پاکستان خلاف نه ول، بلکه دوﺉ د القاعده پر ضد کار کاوو.

راپورونه په عين حال کې وايي پروسږکال د مۍ په دوهمه نېټه، د پاکستان د ايبټ اباد په ښار کې د امريکا د ځانګړيو ځواکونو په عملياتو کې د بن لادن تر وژل کېدو لږې ورځې وروسته ډاکټر شکيل اپريدی ونيول شو، چې د خيبر پوليټيکل انتظامييې ورته د تېرې نهې په ورځ د ملي خيانت په تور کې د ۳۳ کالونو د بند او د دريوو لکو او شلو زرو پاکستاني روپيو د جرمانې سزا واوروله.

په نوموړي تور دی چې د ايبټ اباد په بلال ټاؤن کې ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو د جعلي کمپاين په ترڅ کې يې د امريکا استخباراتي ادارې سي.آﺉ.ای ته په پاده سيمه کې د القاعده د پخواني مشر د موجودييت په اړه مالومات ورکړي ول.

ايسوشي ايټېډ پريس اژانس ليکي د ډاکټر شکيل اپريدي سزا کېدلو ته به د پاکستان له خوا د امريکا د غوښتنو د پرواه نه کولو د يوه بل ثبوت په توګه وکتل شي. د اژانس په خبره، د ترهګرۍ پر ضد نړيوال جنګ کې د پاکستان په کردار شک کوونکي امريکايي کتونکي ښايي ووايي چې هغه پاکستان چې لا تر اوسه يې له بن لادن سره د مرستو په تور کې يو تن هم نه دی نيولی، بايد نور ورسره د يوه ملګري هېواد په حيث معامله و نه شي.

اې پي په عين وخت کې د پاکستان د جاسوسي ادارې آی.ايس.ای د يوه چارواکي، چې نوم يې نه دی ورکړل شوی، له خولې ليکي چې وايي د ډاکټر اپريدي سزا کېدل د پاکستان د قومي ګټو له پلوه مهم دي. دې چارواکي د امريکا د خارجه وزيرې او يو شمېر نورو امريکايي چارواکو له خوا د ډاکټر اپريدي د سزا په خلاف د پاکستان حکومت ته شوي اپيلونه هم د منلو وړ نه دي بللي.

راپورونه وايي په امريکا او نورو غربي هېوادونو کې ډاکټر شکيل اپريدی، د نړۍ د تر ټولو زيات مطلوب ترهګر تن په له منځه وړلو کې د ده د مرستې له پاره د يوه اتل په توګه ياد شو، چې بلې خوا ته بيا د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو مشرانو په دې وييلو سره چې نوموړي له يوې بهرنۍ جاسوسي ادارې سره د پاکستان په خاوره د بې قانونه عملياتو په تر سره کولو کې کمک کړی دی، ده ته د يوه ملي خاين په سترګه وکتل.

راپورونه دا هم وايي چې د ډاکټر شکيل سزا په داسې مهال اعلان شوه چې د تېر اتوار او ګل په ورځو په شېکاګو کې د افغانستان په اړه جوړه شوې د ناټو سرمشريزه د امريکا او پاکستان د ترينګلو اړيکو د سيوري لاندې راغله.

امريکا د افغانستان د جګړې پای ته د رسولو او د ۲۰۱۴ م کال تر اخېره له دې هېواده د خپلو ځواکونو د اېستلو هڅې ګړندۍ کړي، چې وييل کېږي له پاکستان سره د تېر شا و خوا يو کال راهېسې را روان خراب تعلق يې په دغه لړ کې د بريا هيلې ټکڼۍ کړي دي.
XS
SM
MD
LG