نیازموساخېل،کوټه
د تیرې جمعې جون میاشتې ۲۲مه نېټه د بلوچستان د ورځپاڼو له مهمو او لویو سرلیکونو یو دا هم وو، چې د صوبې وزیراعلی نواب اسلم رییساني سهار وختي له یو موټر ساییکل والا لفټ واخیست اودوتر ته رالو .په خبر کې مخته ویل شوي، د وزیراعلی د ساتنې لپاره بهر ولاړ امنیتي ادارې او سرتیرې په ځان هم نه شو پوه او وزیراعلی پر موټر سایکل تر دوتره ورسېدو.
په خبر کې مخکې ویل شوي، وزیراعلی دا ثابته کړه چې په بلوچستان او په تیره بیا په کوټه کې امنیتي وضع بالکل سمه ده او دا یواځي د مېډیا پروپېګنډ دی، چې په صوبه کې امنیتي وضع خرابه ښيي.
له خبر ویلو ورسته، خدای شته چې یو څه خوشحاله هم شوم او یو څه مي پر رسنیو او میډیا غوسه هم راغله چې برناحقه د صوبې امنیت په ښودلو کې یې له مبالغې کار اخیستی، خو دغه خوشحالي تر ډیره وخته پاتې نه شوه .ولې چې کله هم دغه ورځ تیره شوه او شپه شوه نو نږدې نهه بجې خبر راغلو چې پر موټر ساییکل سپاره څلور پولیس سرتیرې ناڅرګنده وسله والو په نښه شو او وسله وال هم پر موټر ساییکل سپاره کسان یاد شو .له دغه خبر وروسته مې ذهن ناڅاپه د وزیراعلی تر موټر ساییکله ورسېدی .که څه هم دا به بد ګماني او ناانصافي وي چې پر موټر ساییکل سپاره وسله وال، پر موټر ساییکل سپاره پولیسان او بیا هم پر موټرساییکل سپور وزیراعلی صېب سره تړلي خبرونه او واقعات سره وتړم، خو نه یم خبر چې ذهن مي ولي درې واړه واقعات پرله پسې سره ونغاړل.
زما خوشحالي هلته هم لیرې شوه،کله چې د وزیراعلی صېب د موټر ساییکل له خبره درې ورځي وروسته، په صوبه کې د بېلابېلو لوبو ترسره رسولو ادارې ٫٫بلوچستان اولمپک اېسوسي اېشن٬٬ په راتلونکې جولایي میاشت کې ترسره رسېدونکې ٫٫بېن الصوبایي لوبو اتلولۍ٬٬ تر ناڅرګنده وخته وځنډولې او علت یې په صوبه کې ناقرارې او بدامنې وښودله اوس قضاوت به پر تاسو پریږدم. د وزیراعلی خبره ومنم، چې له یو موټر ساییکل والا لیفټ اخلي او بې له امنیتي سرتیرو، خپل دوتر ته ځي او بیا وایي، په بلوچستان کې اوس هم د نورو صوبو په مقابل کې امنیت سم دی؛ او که دغه مځکني واقعات مخته کښیږدم، چې څه بله ٫٫ کیسه٬٬ راته بیانوي؟
زموږ په محلې کې یو سپین ږیری او د یارانو یار کس اوسیږي .نوم یې جلو آکا دی .که څه هم دی بېسیواده دی،خو د بېلابېلو ريډیوګانو له برکته پر روانو چارو دومره ژور نظر او پوهه لري، چې د نه منلو خبره ده .له هغه سره ناست وم او هم دغه د وزیراعلی او د موټر ساییکل کیسه مي ورته وکړه. جلو آکا په زوره وخندل او ویې ویل٫٫ستا به یاد وي، تیر کال هم وزیرعلی صېب دغسې ورته یو کار کړی وو اوپه یوه رکشه کې تر دوتره راغلی وو.آیا یو کال وروسته امنیت سم شو؟٬٬
د جلو آکا پوښتنې ما ته یو کال مخکې هغه واقعه را یاده کړه او زه لا د پوښتنې ځواب لټولو په فکر کې وم چې دی بیا ګویا شو٫٫نن زما زوی له خپل یو دوست سره پر موټر سایکل سپور،یو خوا ته روان وو،چې پولیسانو ودرولی او د غبرګ سپرلي ( ډبل سواري) بندیز په ماتولو یې جرمانه کړو. یو دوې ورځي مخکې وزیراعلی صېب هم پر موټر سایکل غبرګه سپرلې کړې او هغه ورځ هم دغه بندیز موجود وو،نو آیا وزیراعلی صېب دغه بندیز نه کړو مات؟٬٬