د ملګرو ملتونو او افغان حکومت تر منځ اړیکي تر هغې وروسته کړکېچن شوي دي چې د ملګرو ملتونو یوه افسر ویلي ول، د دې هیواد استخباراتي ادارې په مشکوکو کسانو تشدد کړی دی چې ورباندې د خپلو جرمونو اقرار وکړي. دې افسر ویلي ول چې تشدد په هغو کسانو شوی دی چې په ښوونځیو کې د نجونو د بې هوښه کېدو په پېښو کې د ککړتیا په تور نیول شوي ول.
وال سټریټ ژورنال لیکي، په تېرو اوونیو کې په سلګونه د سکولونو نجونه تر هغې وروسته روغتون ته وړل شوې وې چې په ښوونځیو کې دوی بې هوښه شوې وې، سر پر ګرځېده او زړه یې را هسکېده.
افغان چارواکو د دې پېښو له پاره هغه یاغیان پړ ګرځولي چې د ښځو د تعلیم ضد دي.
طالبانو د دې پېښو له پړې منلو انکار کړی دی. د جون په میاشت کې طالبانو په یوه بیان کې دې ته د رسنیو یا میډیايي جګړې نوم ورکړی وو. دوی ویلي ول چې دا کار ((د یرغلګرو او دوی د ساتلې میډیا د ناسمو تورونو په وسیله کېږي.))
وال سټریټ ژورنال لیکي، امریکايي افسرانو تر خپلو معاینو وروسته ویلي ول چې د نجونو دا ناروغي د طبیعي زهرجنو شیانو له وجې شوې ده او په ارادي توګه نه ده خپره کړل شوې.
تېره میاشت، د افغانستان د استخباراتو اداره چې ملي امنیت نومېږي اعلان وکړ چې یو شمېر مشکوکه کسان یې په تخار ولایت کې د داسې یوې پېښې په تور نیولي دي. په دې کسانو کې دوه ځوانې نجونه هم وې چې د ملي امنیت ادارې په وینا پر دوی تور دی چې د طالبانو په دې کار کې ورسره شریکې وې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت یو افسر جېمز روډېهېور چې د بشري حقونو چارو مشر دی، د دې مشکوکو نیول شویو کسانو په اړه اندېښنې وښودې چې ایا پر دې کسانو خو جبر نه دی شوی.
روډې هېور د افغان چارواکو پر دې کار هم تنقید وکړ چې دوی ویډیو ګانې خپرې کړې وې. په ویډیو ګانو کې نیول شویو کسانو د خپل جنایت اقرار کړی دی. روډې هېور دریځ درلود چې له دې کار سره د دې نیول شویو کسانو د پاکې او بې طرفه مقدمې حق له دوی اخیستل شوی دی.
په یوه بیان کې د ملي امنیت ادارې د ملګرو ملتونو د یاد افسر څرګندونې بې اساسه وبللې او د ملګرو ملتونو پر چارواکو یې تور پورې کړ چې له دې خبرې انکار کول چې ګني د ښوونځي نجونو ته د زهرو ورکولو په پېښو کې یاغیان ککړ دي، د طالبانو اخلاقي ملاتړ دی.
وال سټریټ ژورنال کاږي، ملي امنیت په خپل بیان کې ویلي، د ملګرو ملتونو څرګندونې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د نفسیاتي جګړې پیلولو مانا لري.
ژورنال زیاتوي، په دې اړه و نه توانېدول چې د روډیهېور دریځ مالوم کړي.