پښتانه، په نړۍ کې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د تاريخ په اوږدو کې پښتانه د لوېديځ پر لور د کار او روزګار په خاطر کډوال شوي دي خو امريکا ته د دوی تګ ښيي چې په لومړي سر کې پښتانه دغه هيواد ته د تعليم او زده کړې لپاره تللي دي.
پښتانه په نړۍ کې ننني پروګرام کې به واورئ چې پښتنو کله او څنګه د امريکا پر لوري کډوالي وکړه او ژوند يې په څه ډول پر مخ يووړ.
دا پروګرام ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړ کړی دی.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ: