د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوړو څوکو کاندیدان له افغان پارلمانه هوکړه اخلي



افغان حکومت د دفاع، کورنیو، سرحدونو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست د څوکېو لپاره څلور کسان ولسي جرګې ته د منظورۍ لپاره معرفي کړل.

جنرال بسم الله خان چې د ولسې جرګې غړیو پر افغانستان د پاکستان له لوري توپو ګوله بارۍ په مخنیوي کې د پاته راتلو له کبله د کورنیو چارو له وزارته بېکفایته ګرځولی وو، دا ځل د دفاع وزیر په توګه ورپېژندل شوی دی.

مجتبا پتنګ د کورنیو چارو وزارت لپاره ، حاجي دین محمد د سرحدونو او قومونو چارو او اسدالله خالد د ملي امنیت عمومي ریاست څوکۍ لپاره معرفي شوی دی.

د افغان چارو اداري ویاند رفیع فردوس د یادو کسانو نومونه به د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG