د لاسرسي ځای

تازه خبر

تعلیم د ټولنې د بدلون لپاره ډیر ضروري دی


د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سره تعلق لرونکې ستاره ایاز وایي، د ټولنې د پرمختګ لپاره تعلیم ډیر ضروري دی.


ستاره ایاز د خیبر پښتونخوا د خیر ښیګړې او د ښځو د پرمتخګ وزیره هم پاتې شوې، او وایي کوشش یي کړی چې په خپل وخت کې د ټولنې د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دا وایي د پنځو کالو وه، چې پیښور ته راغلل، او دغلته یي تعلیم حاصل کړ. ستاره ایاز وایي په ۲۰۰۰م کال کې مردان ته واده شوه، یوه لور او دوه زامن لري، د واده وروستو يي تر ډیر وخته کار ونه کړ، ځکه چې بچي يي واړه وو. خو وروستو د پلار په مرسته سیاست ته راغله، دا شان یي د بیګ نسیم ولي سره لیده کاته وشو، او عملي سیاست کې ورګډه شوه.

د ستاره ایاز سره د مشال همکار خالد خان په پیښور کې خبرې کړي دي.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:20 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG