د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ ادارې د بلوچستان مسلو هوارولو توان نه لري


سرچینه: ‌ډېلي ټایمز

د ډېلي ټايمز په مقاله کې راغلي، د بلوچستان د اعلا وزير د څوکۍ له پاره د دغه ځای د يوه ملت پاله ګوند د مشر د نومولو د پاکستان د وزير اعظم پرېکړه د دې هېواد سياستوالو، مدنې ټولنو او مطبوعاتي ادارو وستايله.


خو د مقالې د ليکوال په اند، د پاکستان د نوي حکومت دغه اقدام به د يادې صوبې او د دې د اوسېدونکو د محروميانو ازاله و نه کړي.

په مقاله کې ويل شوي، په بلوچستان کې د روان رياستي استبداد ريښې پخوانۍ دي، چې تر شا يې بېلا بېلې کړۍ لاس لري.

په بلوچستان کې له کېدونکيو وحشيانه کړنو سره د دې کړيو مالي او ستراتيژيکي ګټې تړلې دي.

په مقاله کې وړاندې ويل شوي، د بلوچستان ساحل د ايران له هورمز تنګي سره، چې د نړۍ د تېلو ۴۰ في صده برخه ترې تېرېږي، نېږدې ختمېږي.

په لیکنه کې راغلي، دا هيڅ د حيرانتيا خبره نه ده چې له وسايلو څخه په موړ بلوچستان کې يوه نوې لويه لوبه کېږي. د قدرتي وسايلو همدغه په زياته اندازه موجوديت دی چې د بلوچستان د غريب ولس له پاره يو عذاب جوړ شوی دی.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې، د پاکستان رياستي جوړښت او اقتصادي نظام يې د دې له پاره دي چې د بلوچستان د وسايلو استحصال وکړل شي او په ترځ کې يې د دې صوبې خلک وځورول شي.

د مقالې ليکوال وايي، د نواز شريف له خوا د بلوچستان د حکومت واک يوه بلوچ ملت پاله ګوند ته ورکول د دې صوبې د وسايلو د لوټلو لړۍ درول نه، بلکې په ترځ کې يې د پاکستانۍ اشرافيې او اېمپیريالېسټانو د ګټو خوندي کول دي.

مقاله وړاندې کاږي، د بلوچستان وضيعت ډېر حساس او پېچلی دی. پاکستانی رياست او ادارې يې دومره له کاره پريوتي چې د بلوچستان د حالاتو سمولو توان نه لري. دا يوازې د پاکستاني پوځ او د ملېشه ځواکونو يې خبره نه ده، بلکې يو شمېر نا دولتي کړۍ دي چې د دولت له دننه څخه تمويلېږي.

په مقاله کې دغه راز د ځينو عرب او مسلمان هېوادونو له خوا په بلوچستان کې له فعاله بنسټ پاله ډلو سره د دوی د مرستو موضوع هم راخيستل شوې.

مقاله زياتوي، سربېره پر جنوبي پنجاب، لښکر جنګوي ډله خپل مضبوط مرکزونه د بلوچستان په مستونګ سيمه کې لري.

مقاله د (آغاز حقوق بلوچستان پيکيج) په يادولو سره وايي چې د پاکستان تېرو حکومتونو د دغه صوبې د خلکو د ستونزو هوارولو ناکامې هڅې کړې دي. مقاله زياتوي، د بلوچستان نوی اعلی وزير ډاکټر عبدالمالک بلوچ به د خپلو ټولو اختياراتو کارولو سره سره هم و نه شي کړای د صوبې په حالاتو کې کوم مثبت بدلون راولي. په دغه صورت کې به، د مقالې د ليکوال له انده، د صوبې خلک، چې غواړي يو ښه ژوند ولري، له خپل راتلونکي په اړه لا ډېر نا هيلي شي.
XS
SM
MD
LG