د خیبر پښتونخوا د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې قبایلي مشران وايي چې په سیمه کې د ناامنۍ او د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر نښتو وروسته د خلکو د ځورونې ضد جرګه دوام لري.
د جاني خېلو اوسېدونکو د نومبر له ۲۲مې څخه په سیمه کې غونډه پیل کړې ده. جرګې له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په سیمه کې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان دې خوشې کړي.
د جرګې ګډونوال وایي چې هغه کسان "بې ګناه" دي نو ځکه یې په بند کې ساتل ناسم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه په بنو کې په امنيتي پوسته پر ځانمرګي بريد کې ۱۲ سرتېري ووژل شول. د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې وه.
امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته لسګونه کسان ونیول.
د جرګې یو ګډونوال مشال راډیو ته وویل پر امنیتي پوسته تر برید وروسته، د سیمې خلک ځورول کېږي، لارې تړل شوي، ګرځبندیز لګول شوی چې له وجې یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
د جاني خېلو یو مشر، ملک مویز خان، د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې ولس د وسلوالو او پوځ ترمینځ جګړې برخه نه دي نو دې ولس ونه ځورول شي. هغه زیاته کړه چې دوی د بنو مرستیال کمشنر سره هم ناسته کړې، او که پوځ بیا عملیات کوي، نو جاني خېل له سیمې کډو کولو ته تیار نه دي.
هغه وویل"موږ د سیمې له پوځي مشرانو سره جرګه کړې، نن مو د مرستیال کمشنر سره هم لېدنه وکړه. مذاکراتو هېڅ نتیجه نه ده ورکړې، خو موږ ورته په ډاګه کړې چې عام ولس مه ځوروئ. موږ پوځ او وسلوالو دواړو ته غږ کړی چې که جګړه کوئ یا بریدونه کوئ، خو موږ مه ځوروئ. د جانيخېلو په سیمه کې په ۲۰۰۹ کې پوځ عملیات کړي وو، بیا بیا پلټنې او عملیات ترسره شوي. که پراخ پوځي عملیات بیا کوي، نو موږ له سیمې نه وځو."
د سیمې اوسېدونکي وايي چې پوځ د جاني خېلو لسګونه کسان نیولي دي. ټوله شپه د پوځي اډې نه ډزې کېږي، مارټر ګولې او توپونه وېشتل کېږي، چې له امله یې خلک اندېښمن دي.
حکومت د جاني خېلو د غونډو په اړه لا تازه څه نه دي ویلي. البته د جرګې مشرانو په جاني خېلو کې له پوځي چارواکو او د بنو مرستیال کمشنر سره جرګه کړې ده. دوي ویلي چې مذاکراتو کومه پایله نه ده ورکړې، خو چارواکو ته یې په ډاګه کړې چې عام ولس دې نه ځورول کېږي او دوی له خپلو سیمو نه وتلو ته تیار نه دي.
د بنو په جانيخېلو کې تر دې مخکې هم د ورته پېښو او ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه شوي دي. په هغه وخت کې امنيتي او ځايي ادارو د امنيت ټينګ ساتلو ژمنې کړې وې.
په تېرو دوو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې ناامني خورا زیاه شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو او حکومتي کارکوونکو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په هغو سیمو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، پرلتونه، لاریونونه او جرګې شوې دي.
د نومبر پر ۱۹ سهار وختي نامعلومو وسلوالو د ځونیخېلو يو نامتو مشر ملک شودي خان په ګډون څلور کسان وژلي او شپږ نور يې ټپیان کړي ول.
د بنو ځايي ولس روانه میاشت مشال راډيو ته ويلي ول چې په سيمه کې يې وسلوال پر سړکونو او بازارونو په سپينه ورځ "ګزمې" کوي او په خلکو کې "تالاشۍ" کوي.
په بنو کې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د امنیت لپاره پرلت وهلی وو. تر دې مخکې د مې پر ۱۰مه د درازنده جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د امن پر ځای کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.