کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې د خالي پر ورځ پرله پسې دوه بمي چاودنو او په روغتون کې د وسله والو او امنیتي سرتېرو په نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی.
د اتوار پر ورځ په ټول بلوچستان کې توره ورځ ده.
د خالي پر ورځ د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وویل، باید ولس له امنیتي سرتېرو سره ودرېږي او په ګډه سیمه له وسله والو ډلو پاکه کړي:
((زه د بلوچستان او د دې هیواد له ټولو وګړو غوښتنه کوم چې له موږ سره د دې خلکو (یانې وسله والو) پر ضد مرسته وکړي، ځکه چې موږ ټول په ګډه د دې مقابله کولای شو.))
د پاکستان دولتي ټیلي وېژن وايي، د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون هم د کوټې تاو تریخوالي پېښې غندلې دي. بان په خپل یوه بیان کې ویلي، په کوټه کې د دې ډول پېښو مقصد ښځې له تعلیمه بې برخې کول دي.
د شنبې په ماسپښین وړومبی د کوټې ښار په لویدیځ کې د بهادر خان ښځینه پوهنتون د زده کوونکو پر بس بمي حمله وشوه چې په کې ۱۴ نجونه ووژل شوې او ۲۰ ژوبلې شوې.
کله چې دا ژوبلې نجونه بولان میډیکل کمپلېکس ته د درملنې له پاره ورسول شوې نو هلته وسله والو دویمه چاودنه وکړه او بیا یې ډزې پیل کړې.
په دې پېښه کې د کوټې مرستیال کمېشنر عبدالصبور کاکړ، د ملېشې څلور سرتېري، څلور نرسانې او څلور وسله وال ووژل شول.
وسله والو تر شا و خوا څلور ساعتونو بولان میډیکل کمپلېکس په خپله ولکه کې اخیستی وو او هلته ډاکتران، د ژوبلو شویو نجونو د کورنۍ غړي او خبریالان بند پاتې شوي ول.
د دې حملو پړه وسله والې ډلې لشکر جنګوي منلې ده.
د مشال راډیو خبریال
په بولان میډیکل کمپلېکس کې د مشال راډیو خبریال خدای نور ناصر هم بند پاتې شوی وو. خدای نور ناصر هلته د وسله والو او امنیتي سرتېرو تر منځ د نښتې شاهد هم وو.
نوموړی وايي، د ده په مخکې ځینې خلک په مرمیو ولګېدل او پرېوتل.
ناصر وايي، یو خبریال هم د ده په مخکې په مرمۍ ژوبل شو.
دی وايي، دوی له یوه لوی ګاډي او دېواله سره ځان پټ کړی وو او دا چې د پولیسو ډي آی جي هم له دوی سره پټ وو چې د امنیتي سرتېرو یو موټر راغی او هغه یې له ځانه سره روان کړ.
ناصر زیاتوي، تر ساعتونو وروسته امنیتي سرتېرو دوی له هغه ځایه روغ و ایستل او دوی خپلو کورونو ته ولاړل.