د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې د وژل شویو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی دی


په کورمه کې پر مساپر لېږدوونکو ګاډو تر وسلوال برید وروسته خلک مړو ته ویر کوي - د نومبر ۲۲مې انځور.
په کورمه کې پر مساپر لېږدوونکو ګاډو تر وسلوال برید وروسته خلک مړو ته ویر کوي - د نومبر ۲۲مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر وسلوال برید وروسته په فرقه ییزو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۵ ته رسېدلی.

د سیمې بېلابېل روغتیايي چارواکي، مشران او اوسېدونکي وايي چې د نومبر ۲۳مې په تاوتریخوالي کې ۱۰ نور کسان ووژل شول او د دواړو خواوو تر ۱۵۰ پورې کسان ژوبل شول.

په دې ډول د مساپرو پر ګاډو د نومبر پر ۲۱مه په وسلوال برید او له هغه وخت راهیسې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو ټول شمېر تر شاوخوا ۸۵ پورې رسېدلی دی.

د سیمې مشران او اوسېدونکي وايي، د نومبر ۲۳مې شپې مهال د ضلعې په مختلفو برخو کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تازه نښتې شوې دي خو شدت یې د نومبر ۲۲مې پرتله کم وو.

دوی وايي چې د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ورک هم دي چې تر اوسه یې د مړي، ژوندي پته نه ده لګېدلې.

د سیمې اوسېدونکي او مشران وايي چې د نومبر پر ۲۳مه د ډېریو وژل شویو مړي په خپلو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول.

د هغوی په خبره، تر ټولو زیات ځاني او مالي زیان د بګن او ټالوکونج په سیمو کې شوی دی چې پکې د ځايي مشرانو په وینا، تر ۷۰۰ زیات دوکانونه، مارکېټونه او کورونه لوټ شوي او ورته اور اچول شوی دی.

دوی داراز وايي چې له تاوتریخوالي ځپلیو سیمو څخه ګڼ خلک خوندي ځایونو ته تللي دي.

په اوچت کلي کې د سنیانو یو مشر حاجي محمد کریم اورکزي د نومبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پر مساپر لېږدوونکو ګاډو تر حملې وروسته د "بدل اخیستو لپاره" یې پر سیمې "جګړه تپل" شوې چې ورباندې "ډېر افسوس" کوي.

بګن د کوزې کورمې سیمه ده چې پکې د وتېزیو قبیلې خلک اوسي او پکې یو لوی بازار دی چې په سلګونو دوکانونه لري.

له بګن څخه شاوخوا دوه کېلومیټره لیرې د علیزیو سیمه پرته ده چې پکې شیعه ګان اوسي.

د نومبر پر ۲۱مه د هغې سیمې په دوو ځایونو کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې خونړی برید شوی وو.

د سنیانو مشرانو هغه برید وغنده خو په سیمه کې ځینو شیعه ګانو دا انګېرلې چې ګواکې دا کار د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو پر قافله د حملې د غچ اخیستنې لپاره شوی دی. په هغه حمله کې ۱۷ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زیات ژوبل شوي ول.

د پاړه چینار ځايي مشر او پخواني وفاقي وزیر ساجد حسین توري د نومبر پر ۲۲مه رسنیو ته ویلي ول چې په سمدستي ډول په سیمه کې د جګړې درولو اړتیا ده.

د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر په لارښوونه د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف په مشرۍ یو حکومتي پلاوی د نومبر پر ۲۲مه کورمې ته ورسېد.

سیف د نومبر پر ۲۳مه په پاړه چینار کې خبریالانو ته وویل چې د ترینګلتیا د ختمولو هڅه کوي او له شیعه مشرانو سره یې "مثبې خبرې" شوې دي.

ده وویل چې د نومبر پر ۲۴مه له سنیانو سره ګوري او لومړۍ ترجېح یې تر اوربند وروسته دایمي امنیت ټینګول دي.

تر دې مخکې د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید ویلي ول چې جګړه ناڅاپي پیل شوه او د سیمې حالت په دومره پراخه کچه خراب شو چې له ضلعي انتظامیې سره یې د قابو کولو لپاره وسایل نه ول.

د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د کورمې برید پرضد مظاهرې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

د نومبر پر ۲۱مه څه پېښ شول؟

د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ وسلوالو په کوزه کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پکې د چارواکو او ځايي مشرانو په وینا شاوخوا ۵۰ تنه ووژل شول چې غوڅ اکثریت یې شیعه ګان ول.

ځايي مشران وايي چې په پېښه کې څلور سنيان هم وژل شوي ول.

د سیمې پولیسو، ځايي انتظاميې او ولسي مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو ګاډو پر قافله وشوه.

دوی وايي، وسلوالو پر شاوخوا یو وخت د علیزیو او څپري پاټک ترمینځ په مندوریو او د بګن په ډډ کمر کې پر قافلې دوه ځایه برید وکړ.

په کراچۍ کې شیعه ګانو د نومبر پر ۲۲مه د کورمې برید پرضد مظاهره وکړه.
په کراچۍ کې شیعه ګانو د نومبر پر ۲۲مه د کورمې برید پرضد مظاهره وکړه.

یو ځايي مشر ملک دلدار حسین مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته د علیزیو او مندوري روغتونونو ته تر ۳۰ زيات ژوبل کسان ولېږدول شول.

نوموړي زياته کړه چې په قافله کې شاوخوا ۲۰۰ ګاډي شامل ول چې پکې تر ۷۰۰ پورې کسان سپاره ول.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي پر هم هغه ورځ د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې شاوخوا ۲۵ ګاډي تر حملې لاندې راغلي ول.

چارواکي وايي، پاتې ګاډي د پېښې له ځایه خوندي ټل ته ولاړل.

پر مساپر لېږدوونکو ګاډو د حملې ذمه واري چا نه وه منلې خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په بیان کې اړوندو چارواکو ته د پلټنو امر وکړ او ورته یې د راپور وړاندې کولو وویل.

په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید غندلی دی.

سفارت د نومبر پر ۲۲مه په بیان کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په "دې سخت وخت" کې د پاکستان او خیبر پښتونخوا له خلکو سره ولاړه ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG