د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: په جومات کې چاودنې پنځه طالبان ووژل



د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يو ځل بيا په يوه جومات کې چاودنه شوې ده، چې له امله يې پنځه تنه طالبان وژل شوي دی، دوی وايي، طالبانو په جومات کې ماينونه جوړول چې خپل ماين پرې ور چاودېدلی دی.


چاودنه پرون چارشنبې پر ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ په جوی چهار کلي کې په يوه جومات کې شوې ده.

چارواکي وايي، څو تنه طالب وسله وال په جومات کې د ماينونو په جوړولو اخته وو، چې په دغه وخت کې يو ماين چاودېدلی او پنځه تنه وسله وال يې وژلي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په وژلو شويو کسانو کې درې تنه بهرنيانيان او دوه يې افغانان دي.

دی وايي، د چاودنې له امله جومات او ورڅېرمه کورونو ته هم زيان رسېدلی دی.
خو وايي، عامو وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

"طالبانو د جوی چهار په کلي کې په يوه جومات کې ماينونه جوړول چې په دغه وخت کې چاودنه شوې ده، په دغه پېښه کې د بهرنيانيو جنګيالايانو په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي. د چاودنې له امله جومات او کورونو ته زيان رسيدلي دی."
طالبان د پېښې په اړه ناخبري ښيي.

په تېره څه موده کې د اندړو ولسوالۍ په جوماتونو کې دا درېمه چاودنه ده چې کېږي.
څو اوونۍ وړاندې د دغې ولسوالۍ په علي جان کې په يو جومات کې غبرګو چاودنو شلو تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تر هغه وروسته د شيلګر په لغړو کلي کې يو جومات په بمونو الوځول شوی وو، چې په کې دوه سپين ږيري ټپيان شوي وو او خلکو يې په غبرګون کې د طالبانو پر ضد مظاهرې وکړې.
XS
SM
MD
LG