د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي کورمه کې دوه نیمو میاشتو کې ۴۶ ماشومان مړه شوي دي


په کورمه کې د يو روغتون بېړنۍ څانګه ـ انځور له ارشیفه
په کورمه کې د يو روغتون بېړنۍ څانګه ـ انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د کورمې د روغتیا محکمې چارواکي وايي چې له تېرو شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهیسې په پاړه چینار او صده کې د روغتیايي سهولتونو او درملو د نیشتوالي او پروخت د درملنې نه کېدو له وجې ۴۶ ماشومان مړه شوي دي.

د بره او کوزه کورمې د محکمه صحت ځینو چارواکو دا خبرې د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وکړې. یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر له لومړۍ نېټې نیولې د ډېسېمبر تر ۲۳مې نېټې پورې د پاړه چینار په سرکاري روغتون کې ۳۱ او د صدې په سرکاري روغتون کې ۱۵ ماشومان مړه شوي دي.

چارواکي وايي، دا ماشومان چې کمعمره یا د غېږې د عمر ول، د مړینې سبب یې دا دی چې د نمونیا، زخمونو او د زړه د ناروغیو پر مهال ورکول کېدونکي درمل په روغتونونو کې موجود نه ول. همدا رنګه د اکسیجن کمبوت او پر وخت د ډاکټرانو نه موجودیت هم د ماشومانو د له منځه تلو سبب ګرځېدلی دی.

د چارواکو په وینا، دا چې په کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ د شخړو پر مهال د ټل او پاړه چینار لاره تړلې پاتې وه نو ځکه یې له وجې روغتیايي ستونزې پیدا شوې وې.

په پاړه چینار کې د صدره بتول په نوم یوې ښځې د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، که حکومت لارې خلاصې نه کړلې نو دا وېره شته چې نور ماشومان به هم له منځه لاړ شي.

کورمه د خیبر پښتونخوا له یخو سیمو څخه ده چیرته چې د تودوخې درجه په ژمي کې له صفر درجې نه هم په ښکته وي، نو په داسې کې د ډاکټرانو په وینا سختې یخنۍ هم ځیني ماشومان له منځه وړي دی.

په پاړه چینار روغتون کې پر بستر پروت د یو بیمار ماشوم پلار منیر حسین د ډېسېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، خپل ماشوم یې د درملنې لپاره روغتون ته رسولی دی خو په هسپتال کې درمل ورته نه دي موجود.

د کورمې د روغتیا محکمې یو چارواکی دا هم وايي چې ځیني ماشومان چې د ټاکلي وخت نه مخکې پیدا شوي وو، د لازمو سهولتونو د نیشتوالي له کبله یې ژوند ونه ژغورل شو.

که څه هم حکومت وايي چې د کورمې سرکاري روغتونونو ته د هیلي کاپټرو له لارې دوایانې رسوي خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې په بازارونو کې اوس هم د دوایانو کمی دی.

د کورمې یو ځايي خبریال محمد ریحان اورکزي مشال راډیو ته وویل، یوازې په دوو سرکاري روغتونونو کې ۴۶ ماشومان په تېرو دوه نیمو میاشتو کې مړه شوې دي خو که د نورو شخصي روغتونونو شمېرې هم ورسره راټولې کړل شي نو دا شمېر لا نور زیاتېدی شي.

هغه وايي: "د وړو ماشومانو د مړینې شمېره ډېره زیاته ده، د هغې وجه دا ده چې په منځني کرم کې یوازې په ډوګر سیمه کې یو روغتون موجود و چې هغه هم اوس بند دی. دلته نه دوایانې شته او نه هم ماهر ډاکټران چې د ماشومانو ژوند پرې وژغورل شي."

په کورمه کې د صدې او پاړه چینار سرکاري روغتونونه د ضلعې غټ روغتونونه دي او د لکونو بیمارانو ټول پیټی په همدې روغتونونو باندې پروت دی. چارواکي وايي، د پاړه چینار روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول د ۲۳۰۰ ناروغانو درملنه کېږي او همدا رنګه په صدې روغتون کې تېره میاشت تر ۳۰۰۰ پورې ایمرجنسي کیسونه هم وروړل شوي دي.

د کورمې د روغتیا محکمې چارواکي وايي روغتونونو ته پخوا هم د هوا له لارې دوایانې رسول کېدې او اوس هم په هماغه لاره رسول کېږي. دوی وايي ډاکټران په هسپتالونو کې موجود دي چې د ماشومانو درملنه وکړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG