د لاسرسي ځای

تازه خبر

دترکیې سمندر کې دغیر قانوني کډوالو بیړۍ ډوبه شوې



راپورونه وايي، د افغانانو او پاکستانيانو په ګډون د غیرقانوني کډوالو یوه بله کشتۍ هم د ترکي په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د ترکیې اناتولیه خبري آژانس راپور ورکړی چې له دې ډلې څخه دولس کسان د دې هېواد د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي دي.

ترکي چارواکي وايي چې په دې کډوالو کې د افغانستان، پاکستان، ایران او شام سره تعلق لرونکی کسان شامل دي. د چارواکو په وینا د دې کشتۍ د پاتې سورليو د موندلو لپاره عملیات روان دي.

د یوه بل خبر له مخې په ترکی کې د دوو مشکوکو سمګلرانو په ګډون دوه څلوېښت کسان چې کشتۍ یې د ترکی په اوبو کې ماته شوې وه، ژغورل شوي دي.

د حریت ورځپاڼې د راپور له مخې په دې کشتۍ کي د افغانستان، میانمار او شام کسان سپاره وو، چې ماشومان هم پکې وو.

دوه مشکوکه سمګلران زندان ته استول شوي او د کشتۍ غیرقانوني کډوال د ترکی حکومت له هېواده اېستلي دي.

XS
SM
MD
LG