د پاکستان وزیراعظم میا محمد نوازشریف د تېرې شنبې پر ورځ د بلوچستان په ګډاني سیمه کې د بجلۍ پېدا کولو د یوې لویې پروژې پېلولو پر مهال ویلې ول چې دا پروژه به د پاکستان او بلوچستان صوبې د بجلۍ کمۍ تر ډېره حده پوره کړي،خو په صوبه کې زیاتره عامو خلکو او ملت پالو ګوندونو پر دغه پروژې ځینې نیوکې لري.
د دغې اعلان شوې پروژې له مخې به په کویله ( دسکرو کاڼي) خواوشا ۶۶۰۰ مېګاواټه بجلي پېدا کړل شي. داسې وېل کېږي چې په ځانګړې توګه بلوچستان چې دا وخت د بجلۍ خوا وشا ۱۶۰۰ مېګاواټه بجلۍ ته اړتیا لري خو دمګړۍ یوازې ۷۰۰ مېګاواټه ترلاسه کوي. چې له دغې پروژې به تر ډېره حده ګټه پورته کړي. بلوڅ ملت پالو دا پروژه د بلوچستان له اصل مسلې د پام اړولو یوه پلمه بللې ده،خو پښتون ملت پالو بیا دا ګام په دې بې ګټې بللی دی چې حکومت د کویلې له لارې پېدا کوونکې بجلۍ په داسې سیمو کې ولي نه پېدا کوي چېرته چې د کویلې بې حسابه زېرمې دي؟
د پښتون ملت پاله او بلوچستان حکومت کې واکمن،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي مشر،عثمان کاکړ مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال ووېل چې د بلوچستان په پښتون مېښتو سیمو، دوکۍ (لورالایي)،هرنایي او کنګرۍ (موساخېل) کې د کوېلې نه ختمېدونکې زېرمې دي او حکومت ته د ده په خبره،پکار وه چې دغه یاده پروژه یې هم په دغو سیمو کې شروع کړې وای.
٫٫ګډاني داسې بې آباده سیمه ده چرته چې د کوېلې آسانتیا دومره په آسانۍ نه شي ترلاسه کېدی، څومره ژر او مخامخ چې په کنګرۍ، دوکۍ او هرنایي کې موجوده ده .دا غېر منطقي او بې ګټې پروژه ده. حکومت باید داسې کار وکړي چې یو څه مثبتې پايلې هم ولري .بل حقیقت بیا دا دی چې د بلوچستان په بلوڅ او پښتون مېشتو سیمو کې د پښتنون سیمو زراعت ډېر پرمخ دی او دغه زراعت له بده مرغه تر ټولو زیات د بجلۍ د کمۍ له ستونزې سره مخامخ دی، نو باېد حکومت د صوبې زراعت دغه اړخ ته په کتو سره د ګډاني د بجلۍ پېدا کولو پر ځای دغه پروژې ته لاس اچولی وای٬٬
عثمان کاکړ زیاته کړه، ګډاني بلوڅ مېشته سیمه ده او په هغو سیمو کې د ناامني حالت دی،ځکه دا پروژه به هلته د امنیت له ګواښونو سره مخامخه شي.
٫٫په بلوڅو سیمو کې چې د بجلۍ څه ټرانسمېشن لاینونه تېرېږي، هغه تل له خطر سره مخامخ وي .بیا بیا هلته د بجلۍ ستنې یا ټاورې په بمونو الوځول کېږي او داسې ورځ او اوونۍ نه ده تېره شوې چې په کې دې بجلۍ ته تاوان نه وي رسول شوی. دا اوس تر اختر یو څو ورځې مخکې په بولان سیمه کې د بجلۍ ټاوران په بمونو والوځول شول چې له وجې یې زیاتره پښتون مېشتو سیمو کې یوازې ۲ یا ۳ ساعته بجلۍ راځې٬٬
د بلوچستان بجلۍ صوبایي ادارې ٫٫کېسکو٬٬ مشر بلیغ الزمان د بلوچستان اسمبلۍ غړیو ته د یوې غونډې پر مهال وېلي دي چې د بولان په سیمه کې د بجلۍ ستنو ( ټاورانو) د ساتنې لپاره د دوی اداره شخصي ساتونکیو ادارو ته د میاشتې تر ۱۲ لکه زیاتې پاکستاني روپۍ تنخوا ورکوي. ځکه په داسې حالاتو کې د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې خلک که څه وایي، نو دوی که په دغه اړه د حکومت پرنیت او کړنې بدګمانې یا شک نه کوي، خو بیا هم حتمًا دا پوښتنه یې په ذهن کې پورته کېږي چې بلوڅ مېشتو سیمو کې د امنیت وضع دومره واضح لیدلو سربېره، بیا هم هلته ګډاني کې د بجلۍ دومره لویه پروژه شروع کولو څه ضرورت وو؟