د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو پخواني وزیر او د عوامی نېشنل ګوند غړی میا افتخارحسین وویل، په پښتونخوا کې له نوي حکومت سره د ترهګرۍ ضد هېڅ پاليسي نشته.
نوموړي په کوټه کې د مشال راډیو له خبریال خدای نور ناصر سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، تراوسه د پښتونخوا نوي حکومت په دې لړ کې نه هم څه کړي، او نه به يې وکړي.