د بلوچستان له ژوب ښاره د ژڼیو یو احتجاجي لاریون چې اسلام اباد ته په پښو روان دی، نن د جمعې پر ورځ د خېبر پښتونخوا و ډېره اسماعېل خان ښار ته ورسېدلی.
د ژوب ځوانانو ډله په دې موخه په پښو روانه شوې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت ته د خپلو غوښتو غږ ورسوي.
په احتجاجي لاریون کې یوه ګډونوال عبدالله جان د مشال راډيو له خبریال سیلاب مسید سره په خبرو کې وویل چې په ۲۱م پېړۍ کې هم د ژوب سیمه نه ګېس لري او نه پر وخت برېښنا یا بجلي ورسېږي. دی وايي، د اسلام اباد حکومت باید ژوب ته له سويي سدرن ګېس کمپنۍ څخه د ګېس نللیکه وغځوي او د چشمه بېراج له ګریډ سټېشنه ورته د بجلۍ رسد ورکړل شي.
عبدالله جان وايي، ؛په کومه ورځ چې یې لاریون اسلام اباد ته روانېدلی نو په ټول ژوب ښار کې هړتال وو، او دا دی تر اسماعیل خان دېرې پورې راورسېدلو اوس مو احتجاجي لاریون اسلام ته روانېږي. ؛
په لاریون کې مله یوه بل تن شېخ محمد اشرف خان مشال راډيو ته وویل، تر څو چې ژوب ته بجلي او ګېس نه وي ورکړل شوی تر هغو به یې په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته پرلت یا درنا جاري وي.
د ژوب ځوانانو ډلې د پاکستان په اسمبلۍ، سېنېټ او په بلوچستان اسمبلۍ کې د ژوب پر پارلماني استازو غږ وکړی چې هغوی دې هم د دوی کلک ملاتړ وکړي.