په پاکستان کې د سولې د مذاکراتو لپاره د حکومت او طالبانو لخوا ګمارل شوو کمېټيانو له يو بل سره خبرې اترې پېل کړي دي چې په پاکستان کې د رسنيو لخوا د خبرو او راپورونو تر څنګ بېلا بېلې تبصرې پر کيږي. ځيني خبريالان وايي چې رسنۍ د موضوعاتو په اړه بشپړه مالومات نه لري خو بيا هم خبرونه ورکوي چې دا ډول رويه د ټولنې پر روحياتو منفي اغېز کوي.
په پېښور کې مشر خبريال او د سياسي چارو کارپوه شميم شاهد وايي چې په پاکستان کې د زياتره رسنيو څښتنان غېر پښتانه دي او مرکزونه يې په اسلام آباد، لاهور او کراچي کې وي نو ځکه د خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو په اړه څرګند حقيقت نه وايي.
((پاکستاني ميډيا داسي وايي چې دا ټول پښتانه ترهګر دي او په ترهګرۍ کې بوخت دي. خوا دا حقيقت نه دی. حقيقت دا دی چې تحريک طالبان يو اتحاد دی او په دې کې د زياتو ګوندونو تعلق له پنجاب سره دی. سپاه صحابه، لشکر جنګوي، لشکر طيبه، حرکت الاسلامي او داسي نورې ډيري ډلې دي چې د هغوی تعلق له پنجاب سره دی. بله خبره دا ده چې طالبان خو د پښتنو په سيمه کې دي خو د پنجابيانو شمېر پکې ډېر زيات دی.))
په پاکستان کې د رسنيو زيات شمېر د دې لامل شوی چې تر منځ يې سيالي پېل شوې او هر چېنل په دې لټه کې وي چې تر بل مخکې شي. د مقابلې د دې رجحان له کبله کله نا کله داسي څه خپاره شي چې منفي اغېز ولري. د پېښور يو بل خبريال شوکت خټک وايي چې د ځغلنده خو ناسم خبر ورکولو سيالۍ د پاکستان پر رسنيو نيوکې زياتي کړي دي.
((داسي ويل کيږي چې پاکستاني ميډيا په ذمه وارۍ سره کار نه کوي. پر نورو مسلو او نورو شيانو چې دوی کله هم رپورټنګ کوي نو هغه ذمه واري او معيار چې په کار وي، هغه دوی نه عملي کوي. نو د ډيرو مسلو د رغولو پر ځای دغه ميډيا د مسلو باعث جوړيږي. دلته د برېکنګ نيوز يو مرض لګېدلی دی او ميډيا د برېکنګ نيوز تږې وږې ده او د خبر کره والي ته نه ګوري چې خبر صححيح څومره دی او غلط څومره دی.))
په داسي وخت کې چې په پاکستان کې د سولې مذاکرات پېل شوي، د سياسي چارو کارپوهان د رسنيو هوايي تبصرې او نيم پخته خبرونه د دې بهير په زيان بولي. خو د دې هر څه سربېره د کمېټۍ د غړو پر بيانونو هم نيوکې کيږي چې دوی د پختګۍ مظاهره نه کوي او ورته په کار ده چې د مذاکراتو هره اختلافي نکته رسنيو ته ونه وايي بلکې په خپل منځ کې پر هغه بحث وکړي. شميم شاهد په دې اړه وايي.
((په کار دا وه چې دا کمېټياني چې يو بل ته مخامخ شوي وای نو بايد ړومبی يې دا فيصله کړې وای چې موږ به ميډيا ته هر څه نه وايو. ډېر څه به پټ ساتو او چې کله ميډيا ته ضرورت وي نو هغه شان خبرې به کوو. خو چې دلته تاسو وګورئ نو مولانا سميع الحق صاحب خو چې ټي وي وويني نو خبرې شروع کوي. که عرفان صديقي خبريال وويني نو خبرې شروع کوي. نو زما دا خيال دی چې دا ښه کار نه دی چې دوی خپله تبصرې هم کوي او خبرې اترې هم کوي. په کار خو دا وه چې دوی هيڅکله تبصرې نه کولای بلکې يوه وړوکې غوندې اعلاميه يې مخې ته راوړې وای.))
د سياسي او ټولنيزو چارو کارپوهان په دې نظر دي چې که څه هم په پاکستان کې د رسنيو پرمختګ خلکو ته مالومات رسول آسان کړي دي خو که د دوی رويې او د کار کړه وړه مثبت لوری ونلري نو پر ټولنه به منفي اغېز ولري.