بلوڅ ملت پاله مشر نواب مري خاورو ته وسپارل شو
دسپينږيري بلوڅ بېلتون غوښتونکي سیاستوال نواب خیربخش مری دجنازې مراسم دکوټې د هاکي لوبغالي پر ځای دکوټې په نيو کاهان مري سیمه کې ترسره شول.کله چې د نواب مري مړی دکوټې هاکي لوبغالي ته راوړل شو،نو ځينو بلوڅو مېرمنو دده مړی دآزاد بلوچستان په بېرغ کې ونغښت،او بې له جنازې يې له هاکي لوبغالي په زوره يووړ.