د لاسرسي ځای

تازه خبر

هندوستان ته روانې، بارود بار پاکستانۍ کشتې کې چاودنه


د هندوستان حکومت وایي د پاکستان په یوې ماهي نیونکې کشتۍ کې چاودنه شوې او پکې سپاره څلور واړه کسان وژل شوي دي.

د هندوستان د بهرنيوو چارو وزارت پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چېدې کشتۍ کې چاوديدونکي مواد بار وو او د هند پر لور روانه وه. خبرپاڼه کې راغلي چې دا کشتۍ د پنجشنبې يا زيارت په شپه هغه مهال وچاودیده چې د هند سمندري ساتونکو یې د ودرولو هڅه وکړه.

د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې د دې پېښې په اړه معلومات نه لري. ازادو سرچینو د هند د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

په داسې حال کې چې امريکايي ولسمشر بارک اوباما د دي مياشت په آخره کې هندوستان ته سفر کوي، هندي چارواکو خپلو امنیتي ادارو ته د بيداره اوسيدو حکم ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې پاکستان پر هندوستان تور پورې کوي چې هغه ترهګرو ته ځای ورکوي او ملاتړ يې کوي چې په هند کې حملې کوي. پاکستان کې د ۲۰۰۸ کال د ممبئ حملو په تړاو د لشکر طيبه وسله والې ډلې پر يو مشر، زکي الرحمان دا مهال مقدمه روان ده. دي بريدونو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.

څو ورځې وړاندې يو عدالت هغه ته د ممبئ بريدونوکيس کې د کافي ثبوتونو د نشتوالي په بنياد د پريښودلو حکم کړی وو خو دوه ورځې وړاندې نوموړی له دې وجې بيا ونيول شو چې د محمد داود په نامه يو کس يې پر ضد درخواست جمع کړی وو.محمد داود دعوه کړي چې لکوي د دوی يو رشته دار د جهاد په نوم ځان سره بيولی وو چې تر اوسه يې هيڅ درک نه دی لګيدلی.

د يو بل خبر ترمخه د پاکستان پوځ دعوه کوي چې د پنجاب صوبې سيالکوټ سره نيزدي پر سرحد د هندوستاني پوځيانو د ډزو له وجې يوه جلۍ وژل شوي ده. د دسمبر په يو ديرشم تاريخ هم د دواړو خواوو په ډزو کې د پاکستان دوه او د هندوستان يو پوځي وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG