د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د افغانستان او هند له مجرمانو سره څه وکړي؟


جلال الدین حقاني او حافظ سعید
جلال الدین حقاني او حافظ سعید

د پاکستان حکومت د تېرې دسمبر میاشتې بر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو تر برید وروسته نه یوازې د مرګ له سزاګانو ځنډ لرې کړ بلکې پر ترهګر یې د مقدمو لپاره د پوځي عدالتونو د جوړولو په هڅو هم پیل کړی دی.

پراګ: د پاکستان حکومت د تېرې دسمبر میاشتې بر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو تر برید وروسته نه یوازې د مرګ له سزاګانو ځنډ لرې کړ بلکې پر ترهګر یې د مقدمو لپاره د پوځي عدالتونو د جوړولو په هڅو هم پیل کړی دی.

د شنبې په ورځ د دې ملک قومي اسمبلۍ د دې لپاره په اساسي قانون کې د یوویشتم بدلون مسوده د بحث لپاره منظوره کړه چې په ملک کې د پوځي عدالتونو جوړېدو ته په قانوني توګه لاره هواره کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودهري نثار علي خان د شنبې په ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په ډاګه کړه چې په دې پوځي عدالتونو کې به یوازې پر هغو کسانو مقدمې چلوي چې یا خو په ترهګرۍ کې لاس لري او یا هم د ملک پر ضد فعالیتونه کوي.

پاکستان په داسې وخت کې د ترهګرۍ له منځه وړلو هوډ څرګند کړی دی چې افغان چارواکي وايي ، د پاکستانه خاورې د دوی په هیواد کې ترهګري کېږي او د هند هغه غوښتنه لا هم پر ځای پاتې ده چې پاکستان دي د ۲۰۰۸م کال د ممبۍ په پېښو کې لاس لرونکو کسانو ته سزا ورکړي.

که څه هم پاکستان په رسمي توګه د افغانستان نیوکې او د هند غوښتنې نه مني خو افغانستان د حقاني شبکه او د کوټې شورا په نامه مشهور د افغان طالبانو مشران وریادوي او هند بیا وايي د لښکر طیبه د مشر حافظ سعید او داسې نورو هند ضد سخت دریځو نومونه اخلي چې په پاکستان کې په خلاسو تڼیو ګرځي.

اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد پیل کړو عملي ګامونو کې د هغو ډلو یا کسانو پر ضد هم څه وکړي او که نه چې په افغانستان او هند کې د ترهګریو تور پرې پورې شوی دی؟

په اسلام اباد کې مېشت خبریال او لیکوال حامد میر وايي ، په اساسي قانون کې د یوویشتم بدلون منظورول او د هغه عملي کول به د پاکستاني حکومت لپاره یو ازموینه وي.

حامد میر وویل ، نړۍ دې ته ګوري چې ایا پاکستان د هند د ممبۍ په بریدونو کې د تورن شوو کسانو پر ضد څه کوي او که نه؟

حامد میر زیاته کړه ، ً تر ټولو لویه ازموینه به دا وي چې د ذکي الرحمان لکوي مقدمه دې پوځي عدالت ته وړاندې کېږي او که نه. که چېري پوځي عدالتونه رامنځ ته کېږي او د ذکي الرحمان مقدمه ورته وړاندې کېږي نو په نړۍ کې به د دې عدالتونو په اړه بارو پیدا شي او که داسې ونه شو نو دا عدالتونه به په نړیواله توګه باور تر لاسه نه کړيً.

حامد میر وویل ، پاکستان باید د افغانستان او هند خوشاله کولو لپاره نه بلکې د خپلې ګټې لپاره بې له څه توپیره د وسله والو پر ضد جدي ګامونه واخلي.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه امرالله امان له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، افغانستان او پاکستان باید لومړی له یو بل سره داسې تړون لاس لیک کړي چې د یو بل مجرمان به یو بل ته سپاري.

د ده په وینا ، که چېري داسې ګام پورته شي نو دا به د دې دواړو هیوادونو ترمنځ د خپلمنځي بارو په زیاتولو کې مرسته وکړي.

امرالله امان وویل ، ًزه فکر کوم چې دا د ښه نیت پیل دی. دواړه هیوادونه باید له یو بل سره ژمنې وکړي چې نور د دې ترهګرۍ لمن ټولووً.

د امرالله امان په وینا ، دواړو هیوادونو له انساني ژوند ، اقتصاد او ټولنز پلوه ډېر لوی زیان لیدلی دی او اوس د دې امکان شته چې دا ترهګري له دې دواړو هیوادونو ورکه کړل شيً.

په پېښور کې د سیمه ییزو چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی وايي ، دی فکر نه کوي چې پاکستان له افغانستان او هند سره د بندیانو د تبادلې کوم ځانګړی تړون لري.

ده وویل، که چېري پاکستان ، افغانستان او هند سره کښېني ، او یو بل ته د مجرمانو پر سپارلو سلا شي نو دا به سیمې ته د کرارۍ په لړ کې ګټه ورسوي.

رحیم الله یوسفزي وویل ، ً که چېري دا کار وشي نو دا به زما په فکر د دې هیوادونو ترمنځ د موجودو مسلو د هواري لپاره یو مهم ګام وي. او بیا که د دې هیوادونو خاوره د یو بل پر ضد استعمالېږي نو د هغه به هم یو څه نا څه مخنیوی وشيً.

پاکستان که یو پلو پر بندي او د دوی په وینا نورو ممکنه نیول کېدونکو ترهګرو د مقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړوي نو بل پلو یې له وړاندې تورن شوي اووه کسان وار له مخه په دار ځړولي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د یو خبر له مخې ، په دې اوو کسانو کې شپږ هغه وو چې په ۲۰۰۳م کال کې یې د هغه وخت د پوځي واکمن پرویز مشرف د وژلو هڅه کړې وه. او اووم کس بیا په ۲۰۰۹م کال کې د پنجاب په راولپنډۍ کې د پاکستاني پوځ پر مرکز (جي ایچ کیو) برید کړی وو.

اژانس د یکشنبې په ورځ د سیند صوبې د زندانونو د چارو د سیکرټري نواز شېخ له خولې وویل چې د جنورۍ تر پنځلسمې نېټې به اووه نور داسې کسان په دار وځړول شي چې د وژلو په بېلا بېلو مقدمو کې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي ، په راتلونکو څو اونیو کې به شاوخوا پنځه سوه داسې کسان په دار وځړوي چې د دوی په وینا د ترهګرۍ په پېښو کې نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو تر څنګ د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو هم پر پاکستان ږغ کړی دی چې د مرګ د سزا لړۍ دي ودروي او پر دې سزا دي بندیز ولګوي.

XS
SM
MD
LG