د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ په برخه کې حالات ډېر خراب دي"


په پاکستاني کې عیسایان پر خپلو مذهبي ملګرو د ظلم خلاف احتجاج کوي (پخوانی عکس)
په پاکستاني کې عیسایان پر خپلو مذهبي ملګرو د ظلم خلاف احتجاج کوي (پخوانی عکس)

د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د نړیوال کمیشن په یو تازه رپوټ کې ویل شوي چې د مذهبي ازادیو له پلوه په پاکستان کې حالات ډیر خراب دي.

پراګ: د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د نړیوال کمیشن په یو تازه رپوټ کې ویل شوي چې د مذهبي ازادیو له پلوه په پاکستان کې حالات ډیر خراب دي. کمیشن د امریکا حکومت ته سپارښتنه کړېده چې پاکستان دې د مذهبي ازادۍ تر نړیوال قانون لاندې یو داسې هیواد وګرځوي چې خاص پاملرنې ته اړتیا لري.

په رپوټ کې په هندوستان کې د اکثریتي هندو ډلو او سیاسي ګوندونو له خوا مسلمانانو او عیسایانو ته په ورپیښو ستونځو او دړکو هم بحث شوې دی. په رپوټ کې لیکل شوي چې په هند کې د لږکیو یا اقلیتونو پر ضد بریدونه او د مذهب په نوم د تشدد پیښې ډیرې شوي دي.

د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې هم له تیرې څه مودې راهسې پر هندوانو، عیسایانو او سکهانو بریدونه شوي چې له کبله يي د دې مذهبونو خلک له ویرې او بې یقینۍ سره مخ دي.

په کوټه کې اوسیدونکي ځيني هندوانو څه موده مخکې له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د بریدونو او دړکو له کبله دې ته اړ شوي دي چې پاکستان پرېږدي.

د امریکا د مذهبي ازادۍ د نړیوال کمیشن په رپوټ کې لیکل شوي دي چې په پاکستان کې د مسلکي اختلاف پر اساس شیعه ګان ، عیسایان ، احمدیان اوهندوان په نښه کیږي.

د یادو مسلکونو غړي وايي ، حکومت تراوسه په دې کې ناکامه دې چې په دغه بریدونو کې ککړ خلک ونیسي او د قانون مطابق سزاګانې ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن د خیبر پښتونخوا د څانګې مشر شیر محمد ایډوکیټ وايي ، د پاکستان ریاستي ادارې په ډیرو حوالو د لږکیو د حقونو په خوندي کولو کې پاتې راغلي دي.

دی وايي ، اوس خو خبره دې ته راغلې ده چې هغه خلک هم د بریدونو ښکار کیږي څوک چې د اقلیتونو د حقونو لپاره اواز اوچتوي.

د نړیوال کمیشن په رپوټ کې دا ستونزه هم په ګوته کړل شوې ده چې په پاکستان کې ځيني داسې پیښې هم شوي دي چې د هندوانو او عیسایانو د کورنیو نجونه پر دې مجبوره کړل شوي دي چې خپله عقیده پریږدي او بیا ورسره د هغوي له خوښې بغیر ودونه شوي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG