د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتو وړاندیزونه وزیراعظم ته استول شوي


وړاندیزونه: په فاټا کې بلدیاتي انتخابات کول او له هغه وروستو د فاټا لپاره یو کونسل جوړول او که دا نه کېږي نو بیا درېیمه لار فاټا لکه د ملاکنډ ډویژن په څېر له خېبر پښتونخوا سره په انتظامي چوکاټ کې راوستل

د پاکستان وفاقي حکومت د فاټا ایني حثیت بدلولو لپاره هلې ځلې پېل کړې دي. په دې لړ کې د سیفران وزارت وزیراعظم نوازشریف ته وړاندیزونه کړي چې په درو پړاونو کې دې په قبایلي سیمو کې بدلون راوړي.


په اسلام اباد کې د سیفران وزارت یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې وزارت یې د چارشنبې په ماښام د فاټا ایني بدلون لپاره د اصلاحاتي پروګرام سپارښتلیک وزیراعظم ته استولی دی.

د ده په خبره په وړاندیز کې د لنډ مهالې اجنډې له مخې په فاټا کې بلدیاتي انتخابات کول او له هغه وروستو د فاټا لپاره یو کونسل جوړول او که دا نه کېږي نو بیا درېیمه لار فاټا لکه د ملاکنډ ډویژن په څېر له خېبر پښتونخوا سره په انتظامي چوکاټ کې راوستل شامل دي.

د نوموړي په وینا چې د سیفران وزارت وفاقي حکومت ته داتجویز هم ورکړی چې د فاټا کونسل جوړولو یا په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو لپاره دې د ټولپوښتنې «ریفرنډم» لار خپله کړل شي.

چارواکي زیاته کړه، حکومت کوشش کوي چې په شپږو میاشتو کې په لومړي پړاو کې په ټولو قبایلي سیمو کې بلدیاتي انتخابات وکړي او له هغه پس دا عمل مخ په وړاندې بوځي.

کله چې مشال راډیوپه دې اړه د باجوړ ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین نه پوښتنه وکړه نو هغه وویل:

«زه تاسو ته یوه خبره ښه په ډاګه کوم چې د باجوړو وروستی منزل خېبر پښتونخوا دی. له دې خلکو سره نه موږ نه فاټا کونسل منو او نه ورسره ریفرنډم ته تیار یو او تر کونسل خو دا اوسنۍ نظام یا حثیت ډېر غوره دی ځکه چې په کونسل کې به بیا ډېرې لانجې وي او مشر به یې ګورنر وي او پولیټیکل ایجنټ وي نو په داسې بدلون به څه وکړو؟؟ نو دا هسې خلک غولول دي نو تاسو ووایاست چې ریفرنډم په کومه خبره شوی دی؟آیا چا تر اوسه د ایف سي ار ختملو لپاره د ریفرېنډم خبره کړې ده ؟؟ نو که وکتل شي د ټولو سیاسي ګوندونو غړي دې د فاټا له خلکو پوښتنه وکړي چې تاسو څه غواړئ»

بل پلو ځینې قبایلي مشران وايي چې باید د قبایلي سیمو یو کونسل جوړ کړل شي چې هغوي خپلې فیصلې پخپله وکړي.

له مشال راډیو سره خبرو کې له خیبر ایجنسۍ د قامي اسمبلۍ پخوانیغړي حمیدالله جان اپریدي وویل چې دوی په خېبر پښتونخوا کې هېڅکله شاملېدل نه غواړي:

«قبایلو ته که چرې یو منتخب کونسل ورکړي او دا ټولې مسلې هغه کونسل ته پرېږدي چې هغوی په صوبه کې شامیلېدل غواړي او که ځان ته جلا صوبه غواړي نو دا به تر ټولو غوره خبره وي او دا تر ریفرنډم هم ښه کار دی چې کوم خلک په نظریې باندې هغه کونسل ته راشي او په خپلو سیمو کې خلکو ته مالوم وي چې دوی به د قبایلو د راتلونکي فیصلې کوي نو چې دغه نظریاتي خلک، دې کونسل ته راشي نو ټولې لانجې او ستونزې به پخپله هوارې شي»

یاده دې وي چې د قبایلي سیمو ۱۹ د پارلیمان غړیو د فاټا ایني بدلون او د ارټیکل ۲۴۷ د خاتمې لپاره بل د قامي اسمبلۍ په سیکریټریټ کې جمع کړی دی اوامکان ښيي چې د روانې میاشتې په شپږویشتمه نېټه پېلېدونکې د قامي اسمبلۍ غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شي.

بلخوا له خېبر ایجنسۍ د مشال راډيو خبریال فرهاد شینواری وايي،په لواړګي کې د مدني ټولنو غړیو، سیاسي مشرانو او زده کونکو غوښتنه کړې ده چې اېف سي ار نظام دې له منځه یوړل شي. د دوی په خبره د فاټا پارلماني غړو چې د قبایلی سیمو د ایني حیثیتبدلولو لپاره د پاکستان قامي اسمبلۍ ته مسوده یا بل وړاندې کړی، دوی یې پوره ملاتړ کوي. په بل کې یو وړاندیز شوی چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شي، خوبل اړخ ته بیا د قبایلی سیمو ځینې قومي مشران د دغه بل مخالفت کوي او وایي چې دوی په خېبر پښتونخوا کې شامیلېدل نه غواړي.

سراج ظهیر – مشال راډیو – اسلام اباد

XS
SM
MD
LG